د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

چین کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله روان وضعيت "ناوړه" وبلل شو


د چين ولسمشر شي جين پينګ
د چين ولسمشر شي جين پينګ

د چين ولسمشر په دغه هېواد کې، چې کرونا ويروس په کې په خپرېدو دى، وضعيت "ناوړه" وباله.

د کرونا ویروس لومړۍ پېښه د چین د هوبای ولایت په مرکز ووهان ښار کې ثبت شوې ده.

د چين ولسمشر شي جين پينګ پرون د واکمن کمونيست ګوند د مشرتابه په غونډه کې وويل، چين په چټکۍ د کرونا ويروس د خپرېدو له کبله له ناوړه وضعيت سره مخامخ دى.

په دې ويروس په چين کې لږ تر لږه ۵۶ کسان مړه شوي او ١٩٧٥ تنه نور ورباندې اخته شوي دي.

چارواکي وايي، ډېرى مړه شوي کسان تر پنځوسو کلونو لوړ عمرونه لري.
چارواکي وايي، ډېرى مړه شوي کسان تر پنځوسو کلونو لوړ عمرونه لري.

چارواکي وايي، ډېرى مړه شوي کسان تر پنځوسو کلونو لوړ عمرونه لري.

د چين ولسمشر شي جين پينګ چې هڅه کوله د خپل هېواد وګړي ارام کړي زياته کړه: "موږ به يقيناً وکولاى شو د دې ستونزې په وړاندې مبارزه وګټو."

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پرون ناوخته وويل، چې يوه الوتکه کرايه کوي چې څو ورځې وروسته د خپلې قونسلګرۍ کارکوونکي چې په ووهان ښار کې دي، انتقال کړي.

وزارت ويلي، دوى به هغه نور امريکايي اتباع هم چې په جدي خطر کې دي، انتقال کړي، خو وزارت خبردارى ورکړى چې د امريکايي عادي وګړو د انتقال لپاره يې ظرفيت محدود دى.

تر اوسه پورې په کرونا ويروس د مړينې ټول خبرونه له چين څخه ورکول شوي دي خو د هغو هېوادونو شمېر په زياتېدو دى، چې په دې ويروس د خلکو د اخته کېدو پېښې په کې ثبت شوي دي.

اسټراليا او ماليزيا پرون په دې ويروس د اخته کېدو د څلورو پېښو راپور ورکړ، جاپان هم ويلي چې دوى درې پېښې ثبت کړي دي.

په امريکا کې دوې پېښې ثبت شوي، کاناډا پرون اعلان وکړ، چې په يوه کس کې يې دغه وايروس تشخيص کړى دى.

فرانسې په دې وايروس د اخته کېدو درې پېښې تاييد کړي، چې لومړۍ يې د جمعې په ورځ ثبت شوې وه.

په جنوبي کوريا، تايوان، تايلند، ويټنام، سعودي عربستان، سينګاپور او د چين په قلمروونو هانګ هانګ او ماکاو هم د دې ناروغۍ پېښې ثبت شوي دي.

دغه وايروس د کرونا ويروس د پراخې کورنۍ يوه برخه ده، چې په ځينو مواردو کې خفيف علايم لري، په ځينو نورو مواردو کې د والګي په بڼه راڅرګندېږي، چې ټوخى او تبه هم ورسره وي.

په سختو حالاتو کې ويروس د انسان د ساه لنډۍ سبب کېږي، د سينه و بغل په بڼه هم پرمختګ کوي، چې د انسان د مړينې سبب کېږي.

XS
SM
MD
LG