د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۹

'چین کې په کرونا ویروس اخته کسان تر ثبت شویو شمېرو ډېر دي'


د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، سره له دې چې په چین کې د کرونا وېروس د خپرېدو له امله بېړنی حالت اعلان شوي، لا وختي ده چې په نړیواله کچه داسې اقدام وشي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، سره له دې چې په چین کې د کرونا وېروس د خپرېدو له امله بېړنی حالت اعلان شوي، لا وختي ده چې په نړیواله کچه داسې اقدام وشي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د کرونا په نوم وژونکي ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د هڅو له چټکېدو سره به څرګنده شي چې په دې وېروس د ککړو خلکو شمېر تر هغه زیات دی چې تر اوسه ثبت شوې دي.

د دې سازمان ویاند طارق یاسرویچ پرون د جنورۍ په ۲۴مه، په جینوا کې خبریالانو ته وویل چې په اوس وخت کې دوی د معلوماتو په راغونډولو او د وضعیت په څېړنه لګیا دي.

یاسرویچ وویل: "دا چې د کرونا ویروس د خپرېدو مسئله څومره خطرناکه ده، لا نه شو ویلای؛ ځکه هر وخت چې داسې ویروس خپرېږي، پر ډېرو خطرناکو پېښو یې تمرکز کېږي او په داسې وخت کې ښايي ځیني پېښې چې په کمزوري پړاو کې دي له نظره واچول شي. ځیني کسان ښايي کم ناروغ او حتي بېرته جوړ شي، خو د څارنې له زیاتېدو سره ښايي د دې زیاتې پېښې په ابتدايي مرحلو کې وپېژندل شي."

د کورونا ویروس لومړۍ پېښه د چین د هوبای ولایت په مرکز ووهان ښار کې ثبت شوې وه.

د رپوټونو پر اساس، په چین کې تر ۸۰۰ زیات کسان په دې ویروس اخته شوي او د جمعې ترورځې یوازې په چین کې ۲۶ کسان مړه شوي دي.

د چین د رسنیوپه حواله، په ووهان کې چې یوولس میلیونه وګړي لري، روغتونونه د ناروغانو لپاره کافي چپرکټونه نه لري. چینايي چارواکو پرېکړه کړې چې په لسو ورځوکې به یو ځانګړی روغتون یوازې په کرونا داخته انسانانو لپار جوړوي.

د رپوټونو پر اساس، په چین کې تر ۸۰۰ زیات کسان په دې ویروس اخته شوي او د جمعې ترورځې یوازې په چین کې ۲۶ کسان مړه شوي دي.
د رپوټونو پر اساس، په چین کې تر ۸۰۰ زیات کسان په دې ویروس اخته شوي او د جمعې ترورځې یوازې په چین کې ۲۶ کسان مړه شوي دي.

د چین حکومت په پېکنګ کې هم د نوي چینايي کال د لمانځلو لپاره ټولې عمومي غونډې او مېلې، اورلوبې او نور تفریحي پروګرامونه لغو کړي دي.

کورونا ویروس د لرې ختيځ ځینو هېوادونو ته هم خپور شوی او د امریکا متحده ایالاتو کې هم ډاکترانو یو وګړی چې په دې ویروس لړلی و، پېژندلی دی.

په جاپان، ویتنام، فلېپین، تایوان، جنوبي کوریا، تایلند، سعودي عربستان ، هانګ کانګ او ماکاو کې هم د کرونا وېروس پېښې ثبت شوې دي.

د دې ویروس د خپرېدو د مخنیوي پر لارو د خبرو لپاره د روغتیا نړیوال سازمان تېره اونۍ بېړنۍ غونډه وکړه خو په نړیواله کچه بېړنۍ حالت یې اعلان نه کړ.

د روغتیا نړیوال سازمان وویل سره له دې چې په چین کې د کرونا وېروس د خپرېدو له امله بېړنی حالت اعلان شوي، لا وختي ده چې په نړیواله کچه داسې اقدام وشي.

XS
SM
MD
LG