د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

د روڼتیا نړیوال سازمان افغانستان د نړۍ اتم فاسد هېواد بللی


د روڼټیا نړیوال سازمان د خپور شوي راپور یوه برخه
د روڼټیا نړیوال سازمان د خپور شوي راپور یوه برخه

په ۲۰۱۹ کال کې د فساد په اړه د روڼتیا نړیوال سازمان راپور!

دې سازمان په ۲۰۱۹ کال کې په خپل تازه خپاره شوي راپور کې د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې د اداري فساد کچه او د مخنیوي لپاره‌یې هلې ځلې ارزولې دي.

په دې راپور کې افغانستان له فساد د پاکو ۱۸۰ هېوادونو په نوم‌لړ کې ۱۷۳م ځای خپل کړی.

د دې راپور پر بنسټ، د افغانستان حکومت له سومالیا، جنوبي سوډان، سوریې، یمن، ونزوئلا، سوډان او استوايي ګیني وروسته، په فساد کې اتم هېواد دی.

د روڼتیا نړیوال سازمان هر کال د خپلې اروزنې پر بنسټ په دې نوم‌لړ کې شاملو هېوادونو ته نمرې ورکوي. افغانستان سږ کال له ۱۰۰ څخه ۱۶ نمرې اخیستې دي.

په دې راپور کې سومالیا، جنوبي سوډان، سوریه او یمن هغه هېوادونه دي چې د افغانستان په پرتله‌یې کمې نمرې ترلاسه کړي، خو ونزوئلا، سوډان او استوايي ګیني بیا د افغانستان هومره ۱۶ نمرې اخیستي، مګر افغانستان ترې نسبت ښه بلل شوی دی.

افغانستان په ۲۰۱۸ کال کې هم ۱۶ نمرې اخیستې وې، خو په ۱۷۲م مقام کې و، خو سږ کال بیا یو درجه شا ته تللی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د روڼتیا څار سازمان وایي، په افغانستان کې د ادراي فساد پر ضد مبارزه تل د سیاستونو ښکار شوې او هېڅکله‌یې دوام او ثبات نه‌دی موندلی.

د دې سازمان رئیس اکرام افضلي د پنج‌شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، په افغانستان کې د اداري فساد د مخنیوي لپاره جوړ شوي بنسټونه په دې نه‌دي توانېدلي چې په خپلواکه توګه فعالیت وکړي.

ښاغلی افضلي زیاتوي: "تر هغه چې د فساد بنسټ یعنې سیاسي فساد ته رسېدنه ونه‌شي، پایله نه‌لري، ځکه ټول فسادونه له همدې سرچینه اخلي. همدا ډول اړتیا ده چې له فساد سره د مبارزې بنسټیز کېدو ته پام وشي. د ملي یووالي حکومت پنځه کاله پر دې تېر کړل چې له فساد سره د مبارزې لپاره یو کمېسیون جوړ کړي، خو په دې ۵ کلونو کې مو په یوه سرګردان حالت کې و، څو داسې یو بنسټ جوړ شي چې له فساد سره مبارزه وکړي، خو داسې هېڅ اداره نه‌وه."

د افغانستان حکومت بیا وايي، اړتیا دا چې دا راپور وڅېړل شي.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال وویل: "اړتیا ده چې دا راپور وڅېړل شي، ځکه ولسمشر له فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي او ډېر کار یې کړی. تر دې چې ان یو شمېر وزیران هم څارنوالۍ ته معرفي شوي دي."

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال

د روڼتیا سازمان راپور کې راغلي، د نړۍ دوهمې برخې څخه زیاتو او ان د پیاوړي اقتصاد لرونکي هېوادونو کې هم د فساد پر ضد مباره څوکه شوې ده.

دغه‌راز د ارزونو پایله دا هم ښیي په هغو هېوادونو کې چې هلته ټاکنې او سیاسي ګوندونه‌یې چې تر اغېز لاندې دي، فساد سره د مبارزې د لېوالتیا کچه ډېره ټیټه ده.

د روڼتیا نړیوال سازمان کې له فساد د پاکو هېوادونو په سر کې ډنمارک راغلی چې له ۱۰۰یې ۸۷ نمرې اخیستي. نیوزیلنډ بیا د همدومره نمرو په اخیستو دوهم او فنلنډ بیا د ۸۶ نمرو په اخیستو درېیم مقام کې راغلي، خو د نړۍ د دوهمې برخې هېوادونو له ۵۰ ټیټې او د ۴۳ اوسط نمرې یې ترلاسه کړې دي.

د روڼتیا نړیوال سازمان موندنې ښيي چې د نړۍ پرمختللي او پیاوړي اقتصاد لرونکي هېوادونه په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې نه‌لري. د بېلګې په توګه د "جي-۷" هېوادونو له ډلې څلور هغه چې کاناډا، فرانسه، امریکا او بریتانیا د تېر کال په پرتله کمې نمرې اخیستې دي، خو پاتې دوه نور یې جاپان او جرمني بیا هېڅ پرمختګ نه‌دی کړی. ایټالیا بیا یو نمره زیاته ترلاسه کړې ده.

د روڼتیا نړیوال سازمان په دې راپور کې وړاندیز کوي چې؛

  • د سیاسي ډلو د فعالیت مالي کنټرول دې وشي
  • ترجیحي چلند باید پای ومومي
  • د ګټو تضاد مدیریت شي
  • ټاکنیزه روڼتیا باید پیاوړې
  • او د دې تر خوا باید د خبریالانو او مدني فعالانو ژوند ته پام زیات شي.
XS
SM
MD
LG