د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

دانش: مونږ له فساد سره د مبارزې لپاره د بنسټ جوړونې برخه کې ناکام و


د ولسمشر غني دویم مرستیال محمد سرور دانش
د ولسمشر غني دویم مرستیال محمد سرور دانش

د افغان ولسمشر دویم مرستیال وایي، له فساد سره د مبارزې په برخه کې د یو بنسټ په جوړولو کې ناکام و.

په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې د افغان چارواکو په وینا حکومت لا هم د فساد سره د مبارزې په برخه کې ناکام دی.

په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې تر ډېره د فساد په وړاندې د افغان حکومت ترسره کړي کارونه له نیوکو سره مخ شول.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش دغې ناستې ته په خپلو خبرو کې وویل، افغان حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې د پام وړ کارونه کړي او حکومت د فساد په برخه کې جدي اراده لري.

ښاغلي دانش، مالوماتو ته د لاسرسي قانون تصویب، له اداري فساد سره د مبارزې قانون، د دولتي مامورینو او مسولینو د شتمنیو ثبت قانون، د درنو جرمونو په برخه کې د عدلي او قضایي مرکز جوړیدل، د څو ستراتیژیو د جوړېدو او ګڼ شمېر نورو کارونو ترسره کېدل په دې برخه کې د حکومت لاسته راوړنې وبللې.

خو دی وايي له دې ټولو سره سره لا هم افغان حکومت د فساد سره د مبارزې لپاره د یو نظام، ادارې فساد سره د مبارزې د خپلواکې ادارې په جوړولو، د قوانینو پر تطبیق او د ادارې فساد د مافیاوو په لمنځه وړولو کې پاتې راغلی دی.

هغه زیاتوي: "ددې ټولو کارونو سربېره باید ووایم، چې مونږ له فساد سره د مبارزې لپاره د بنسټ جوړونې په برخه کې ناکام و، سره له دې چې موږ جدي اراده لرله، اما تر اوسه د فساد په وړاندې د یوې خپلواکې دولتي ادارې په جوړولو نه یو بریالي شوي."

ښاغلی دانش ټینګار کوي، چې فساد سره د مبارزې اصلي حل لاره د دولتي کارکوونکو او لوړپوړو چارواکو د شتمنیو ثبتول دي.

په همدې حال کې د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ اجرائیوي رئیس سیداکرام افضلي وایي، چې اداري فساد په هېواد کې د ناامنیو د زیاتوالي، په دولتي ادارو باندې د خلکو د باور کمولو او د ناسم وضعیت د رامنځته کولو سبب شوی.

د افغانستان روڼتیا څار بنسټ اجرائیوي رئیس سید اکرام افضلي
د افغانستان روڼتیا څار بنسټ اجرائیوي رئیس سید اکرام افضلي

د ښاغلي افضلي په وینا، که څه هم د فساد په وړاندې ځینې کارونه شوي خو د فساد په وړاندې د غوره مبارزې لپاره اړتیا ده،د دې پدیدې د لمنځه وړلو په هدف یوه خپلواکه اداره رامنځته شي.

هغه وايي: "زمونږ غوښتنه داده، چې په نړیوالو نومونو یوه خپلواکه، غیر سیاسي اداره جوړه شي، چې بودیجه یې په پام کې ونیول شي او له فساد سره د مبارزې کمېسیون پکې شامل شي."

بل لورته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازي تادامیچي یاماماتو وایي، چې فساد د افغانانو په ورځيني ژوند اغیز کړی او په دولتي ادارو یې د افغانانو باور کم کړی.

ښاغلي یاماماتو رسنیو ته په استولي خبرپاڼه کې ویلي، اړتیا ده چې په افغانستان کې د فساد سره د مبارزې په برخه کې د قوانینو په تطبیق او د قانون په ماتونکو تمرکز وشي.

په افغانستاکې په داسې حال کې له فساد سره د نړیوالې ورځې څخه نمانځنه کیږي، چې دروڼتیا د نړیوال بنسټ د راپور پر بنسټ افغانستان په ۲۰۱۸ کال کې د نړۍ له ۵ فاسدو هېوادونو شمېرل شوی، چې له شمالي کوریا وروسته د اسیایي هېواونو لومړنۍ فاسد هېواد بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG