د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

د لیبیا د روان کړکېچ د هواري په هدف هڅې او د ۱۱ هېوادونو سرمشریزه


د دې ناستې پلانوونکو هیله ښودلې چې ښکېل لوري په یوه اوربند موافقې ته ورسېږي او په لیبیا کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو هوډ وکړي.
د دې ناستې پلانوونکو هیله ښودلې چې ښکېل لوري په یوه اوربند موافقې ته ورسېږي او په لیبیا کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو هوډ وکړي.

په جرمني کې د لیبیا د کړکېچ د هواري په هدف یوه سرمشریزه جوړه شوه.

د روسیې، ترکیې او فرانسې ولسمشران، د جرمني، ایټالیا او بریتانیا صدراعظمان، د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون ماښام په برلین کې غونډه وکړه او د لیبیا د کړکېچ د حل په لارو چارو وغږېدل.

د دې غونډې هدف دا و چې بهرني قدرتونه وهڅول شي څو نور په لیبیا کې د جګړې پر ښکېلو خواو پوځي او مالي مرستې بندې او هلته د روان کورني کړکېچ مخه ونیسي.

د لیبیا د وطني وفاق د حکومت صدراعظم او د جمهوري ریاست د شورا مشر فائز السراج او د لیبیا د ملي اردو په نوم د ملېشه ډلې مشر خلیفه باالقاسم حفتر د پاسنۍ سرمشریزې تر پیل مخکې د جرمني له صدراعظمې انګلا مرکل سره جلا جلا ولیدل.

دوی د برلین د سرمشریزې په پیل کې له نورو مشرانو سره د ګډ عکس لپاره ونه‌لیدل شول.

د لیبیا د وطني وفاق له حکومته چې په طرابلس کې دی ملګري ملتونه ملاتړ کوي او په رسمیت‌یې پېژني.

د دغه حکومت د ملاتړ لپاره ترکیې د خپلو پوځیانو د وراستولو طرحه څه وخت مخکې تصویب کړه.

اخوا د خلیفه حفتر له ډلې چې مرکز یې په توبروک ښار کې دی متحده عربي امارات، مصر او روسیه ملاتړ کوي.

د برلین د دې غونډې یو اصلي هدف د یوې سیاسي پروسې بیا پيل هم ښودل شوی او دا چې له دې لارې نورو سیمو ته د لیبیايي کډوالو د ورتلو مخه ونیول شي.

د دې ناستې پلانوونکو هیله ښودلې چې ښکېل لوري په یوه اوربند موافقې ته ورسېږي او په لیبیا کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو هوډ وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د پرونۍ ناستې په پیل کې وویل چې د نړۍ مشران د یوه مهم دلیل لپاره برلین ته راغلي هغه دا چې په لیبیا کې شته کړکېچ لا سختېدو ته پرېنه‌ږدي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش

ترکیه او روسیه چې د لیبیا د ښکېلو خواو څخه ملاتړ کوي د ملګرو ملتونو او لوېدیځو قدرتونو له انتقاد سره مخ دي چې د مسکو او انقرې مالي او پوځي مرستو د لیبیا تاوتریخوالی زیات کړی.

په پرونۍ ناسته کې د نظر مخالفتونه ښکاره و.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نړۍ د فائز السراج پر حکومت د خلیفه حفتر د بې‌پروا بریدونو په ځوابولو کې ناکامه پاتې ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

اردوغان پرون له عمومي غونډې مخکې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره ولیدل هغه لیدنه چې د پوتین په خبره: "د لیبیا د کړکېچ د هواري لپاره به رښتیني هڅې وکړي."

اخوا د جرمني د صدارت ودانۍ مخ ته د لیبیا د جګړې د دواړو ښکېلو خواو پلویان ورټول شوي و او ځینې غوښتنې یې درلودې.

د خلیفه حفتر یوه پلوي الطاهر روېټرز اژانس ته وویل چې ترکیه دې د لیبیا په چارو کې لاسوهنه بنده کړي.

هغه وویل: "موږ په لیبیا کې د ترکیې د مداخلې په خلاف یو، فکر کوم ترکیه او ترکان د میراث یو سوچ پالي، ښاغلی اردوغان فکر کوي چې عثماني امپراطوري بیا جوړولی شي، دا کار به هېڅکله ونه‌شي، موږ د ترکانو له لاسه په لیبیا کې ډېرې سختۍ لیدلې دي."

د لیبیا د وطني وفاق حکومت صدراعظم فائز السراج د برلین تر ناستې مخکې د خپل سیال خلیفه حفتر د اجنډا په اړه شک وښود او ویې‌ویل د اوږدې تجربې له مخې یې مقابل لوری په هر قیمت چې وي واک ته رسېدل غواړي.

XS
SM
MD
LG