د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۵۹

نن د لیبیا مرکزي حکومت او مخالف مشر خلیفه حفتر ترمنځ اوربند لاسلیک کېږي

د لیبیا صدراعظم فایز السراج (کیڼ) چې ملګري ملتونه یې حکومت په رسمیت پېژني او د مخالفو وسله والو قومندان جنرال خلیفه حفتر
د لیبیا صدراعظم فایز السراج (کیڼ) چې ملګري ملتونه یې حکومت په رسمیت پېژني او د مخالفو وسله والو قومندان جنرال خلیفه حفتر

ټاکل شوې چې نن په مسکو کې د لیبیا د طرابلس د حکومت او د جنرال خلیفه حفتر ترمنځ اوربند لاسلیک شي.

په لیبیا کې له کله چې د دې هېواد پخوانی دیکتاتور معمرقذافي وژل شوی، شخړې روانې دي.

په طرابلس کې د ملګروملتونو له خوا د په رسمیت پیژندل شوي د لیبیا د حکومت یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې دغه اوربند به چې په لیبیا کې د نژدې یوې لسیزې جګړو ته د پای ټکی ږدي، نن په مسکو کې لاسلیک شي.

فرانس پرس خبري اژانس د دغه چارواکي له قوله چې یوې سیمه ییزې خبري رسنۍ ته یې په دې اړه څرګندونې کړي او نوم یې نه دی په ډاګه شوی، ویلي چې په طرابلس کې د ملي وفاق حکومت د دولتي عالي شورا مشر خالد ال میشري اود ملیشه ځواکونو قومندان خلیفه حفتر به دغه اوربند لاسلیک کړي.

د لیبیا لپاره د روسیې د ارتباطي ډلې مشر لیو دینګوف انترفاکس خبري اژانس ته وویل چې حفتر او د ملي وفاق د حکومت مشر فیاض السراج به سره وګوري او د یوه احتمالي اوربند د لاسلیک کېدو او د دغسې سند پرجزییاتو به بحث او خبرې وکړې.

د دغه احتمالي اوربند تر رسمي لاسلیک کېدو مخکې له پرون راهیسې حفتر ته د د وفاداره ځواکونو چې د لیبیا پر شمالي برخه واکمن دي او د طرابلس د حکومت ترمنځ اوربند نافذ شوی دی.

وروستي ځل السراج او حفترد ۲۰۱۸ کال په نومبرکې د ایټالیا په پالرمو کې کتلي چې له هغې وروسته حفتر د وسله والې مبارزې له لارې د طرابلس د حکومت نسکورولو اعلان وکړ.

حفتر چې له خپلې خوا یې د لیبیا د ملې پوځ په نوم واکمني اعلان کړې، ویلي دغه اوربند به مشروط په دې وي چې د طرابلس حکومت یې ومني.

د هغه یوه ویاند احمد مسماري په یوه ویډیوي پیغام کې وویل چې له اوربند څخه هره سرغړونه به له جدي غبرګون سره مخامخ شي.

د طرابلس د ملي وفاق حکومت په یوه انلاین بیان کې چې پرون یې خپورکړ وویل، د یوه اوربند د ټینګېدو لپاره د ترکیې او روسیې د ولسمشرانو د غوښتنې په ځواب کې د جنورۍ د دولسمې له نیمې شپې اوربند اعلانوي.

دغه حکومت مخکې هم د اوربند د غوښتنې هرکلی کړی و خو دا یې هم ویلي و چې د خپلو خلکو د ساتنې مسولیت لري.

د روسیې او ترکیې ولسمشرانو څلور ورځې مخکې په استانبول کې په کتنه کې په لیبیا کې د اوربند غوښتنه کړې وه.

تر دې لیدنې کتنې وروسته دواړو ولسمشرانو ولادیمیر پوتین او رجب طیب اردوغان په ګډ بیان کې وویل، په ‌کار ده چې په لیبیا کې د ثبات لپاره لازمې هڅې وشي.

د جرمنې صدراعظمې انګېلا میرکل چې د شنبې په ورځ یې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په مسکو کې کتلي و، هیله څرګنده کړې وه چې د اوربند د ټینګېدو لپاره د روسیې او ترکیې هڅې نتیجه ورکړي.

برلین او مسکو د دغه کړکیچ د هواري لپاره د منځګړیتوب رول لوبوي او جرمني خبرداری ورکړی چې کېدای شي لیبیا په بله سوریه بدله شي.

په لیبیا کې د ملګرو ملتونو ملاتړي ماموریت هم د دغه اوربند هرکلی کړی او پر ټولو خواوو یې غږ کړی چې هغه په کلکه رعایت کړي او د سولې د هڅو لپاره داسې فضا رامنځه کړي چې په نتیجه کې یې ټول اختلافات په لیبیا کې د خپل منځي خبرو له لارې هوارشي.

په لیبیا کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې چې پخوانی مشر معمر قذافي ووژل شو، شخړې روانې دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG