د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۹

ایران د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته خبرداری ورکړ


د ايران د پارلمان رئيس علي لاريجاني
د ايران د پارلمان رئيس علي لاريجاني

د ايران يوه چارواکي خبردارى ورکړ، که اروپايي قدرتونه همکاري ونه کړي، ايران به هم د اټومي انرژۍ له نړيوالې ادارې سره پر خپله همکارۍ له سره غور وکړي.

د ايران يوه چارواکي د ٢٠١٥ میلادي کال د اټومي تړون په اړه تازه خبردارى ورکړ.

د ايران د پارلمان رئيس نن دوشنبه وويل، که اروپايي قدرتونه "په هر دليل" په اټومي تړون کې د لانجې د حل د ميکانيزم په وړاندې ناوړه چلند خپلوي، تهران به د اټومي انرژۍ له نړيوالې ادارې سره پر خپله همکارۍ په جديت غور وکړي.

علي لاريجاني چې مخکې د تهران له خوا پر اټومي موضوع مرکچي هم و، دولتي ټلويزيون ته ويلي: "هغه څه چې درېيو اروپايي هېوادونو جرمني، فرانسې او بريټانيا د ايران د اټومي موضوع په اړه وکړل، د خواشينۍ وړ دي."

جرمني، فرانسې او بريټانيا تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې په اټومي تړون کې يې د لانجې د حل يو ميکانيزم فعال کړى دى.

درې واړه اروپايي هېوادونو ويلي د دغه ميکانيزم د فعالولو يو هدف دا دى چې اټومي تړون برحاله پاتې شي.

دغو درېيو اروپايي هېوادونو چې د اټومي تړون لاسليکوونکي هم دي، له چين، روسيې او اروپايي ټولنې سره يوځاى ويلي چې دغه ميکانيزم به پر ايران د ملګرو ملتونو د بنديزونو سبب شي، خو دوى ويلي چې د ايران د چلند د بدلولو لپاره پر تهران د حد اکثر فشار راوستلو په اړه د واشنګټن په کمپاين کې ملګري نه دي.

دغو هېوادونو ويلي له ايران سره د اټومي تړون په اړه پر خپل تعهد ټينګار کوي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سياست د مشرې وياند ازادۍ راډيو ته ويلي، اروپايي ټولنه هم اټومي تړون ته ځان ژمن ګڼي او هڅه کوي چې ايران بېرته د دغه تړون رعايت ته راوګرځوي.

د ايران د پارلمان رئيس علي لاريجاني په خپلو خبرو کې ويلي: "خو موږ په ښکاره اعلان کوو، که اروپا په هر دليل د اټومي تړون د ٣٧مې مادې په کارونه کې غيرعادلانه چلند وکړي، هغه وخت به د ايران اسلامي جمهوريت د اټومي انرژۍ له نړيوالې ادارې سره د خپلې همکارۍ په اړه جدي پرېکړه وکړي."

د امريکا متحدو ايالتونو له اټومي تړون څخه د ٢٠١٨ میلادي کال په مې مياشت کې د وتلو او پر ايران د سختو بنديزونو د بيالګولو اعلان کړى دى.

له تړون څخه د واشنګټن تر وتلو وروسته ايران له هغو محدوديتونو چې په اټومي تړون کې ورته ټاکل شوي وو، سرغړونې کړې دي.

XS
SM
MD
LG