د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

ډیپلومات: د ایراني جنرال وژنه به د امریکا او طالبانو د سولې خبرې څرنګه اغېزمنې کړي؟


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • ډیپلومات

د ایراني جنرال وژنه به د امریکا او طالبانو د سولې خبرې څرنګه اغېزمنې کړي؟

دا د هغه مطلب سرلیک دی چې ډیپلومات خپور کړی دی.

خپرونه لیکي، د قاسم سلیماني وژنې افغانان اندېښمن کړي دي چې هسې نه افغانستان د امریکا او ایران د نیابتي جګړې په ډګر بدل شي.

وړاندې په افغانستان کې د کاناډایي ځواکونو د پخواني قوماندان د سلاکار توماس جانسون په وینا راغلي دي چې د سلیماني د وژلو پېښه به هغه وخت د امریکا او طالبانو د سولې پر خبرو اغېز وکړي چې متحده ایالات عملاً له ایران سره جګړه پيل کړي.

د ډیپلومات مجلې په باور، دا احتمال شته چې ایران له طالبانو استفاده وکړي او په نیابتي جګړه کې یې د امریکا پر ضد وکاروي.

خو د جانسون په باور، طالبان پوهېږي چې د ایران له غوښتنو سره سم عمل له متحده ایالاتو سره به د دوی پر هر راز خبرو د پام وړ اغېز وکړي.

جانسون وایي، داسې نه‌ښکاري چې طالبان به د ایران د یوې نیابتي ډلې په توګه لاس په کار شي او داسې نه‌ښکاري چې د ایران په غوښتنه به د متحده ایالاتو پر ضد خپل عملیات زیات کړي.

قاسم سلیماني د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې عمومي قوماندان و چې د جمعې په سهار د عراق په پلازمېنه بغداد کې هوایي ډګر ته څېرمه د بې‌پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

ایران ویلي دي، د سلیماني غچ به په مناسب ځای او مناسب وخت کې له امریکا واخلي.

د افغانستان د دفاع وزارت پخواني مرستیال تمیم عاصي ازادي راډیو ته وویل، د سلیماني وژل د تهران او واشنګټن ترمنځ د جګړې سبب کېږي.

د عاصي په باور، د دې احتمالي جګړې یوه نتیجه به دا وي چې د طالبانو هغه ډله د سولې له خبرو په شا شي چې ایران‌یې له سیاسي او پوځي پلوه ملاتړ کوي.

د ده په باور هغه سیاسي ډلې چې په افغانستان کې ایران د هغوی حمایت کوي هغوی به هم د امریکا په مشرۍ د سولې د خبرو پر ضد منفي هلې ځلې پیل کړي.

د قاسم سلیماني په اړه یو شمېر امریکایي ورځپاڼو هم مقالې خپرې کړې دي.

نیویارک ټایمز د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د مشر حسین سلامي خبرې را اخیستې دي چې د سلیماني د جنازې د مراسمو پر مهال‌یې خبرداری ورکړ چې امریکایان او د هغوی متحدان به په نښه کړي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز لیکي، د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي له سلیماني سره ډېر نږدې روابط لرل او ډېر باور په دې و چې سلیماني تر خامنه‌یي وروسته د ایران تر ټولو ځواکمن کس دی.

نیویارک ټایمز څرګندوي چې واشنګټن په منځني ختیځ کې خپلو سفارتونو ته خبر ورکړی دی چې د ایران د احتمالي برید په خاطر احتیاط وکړي.

  • یو اېس ټوډې

یو اېس ټوډې خپرونې بیا د کتونکي مارک ډوبویټز تحلیلي مطلب خپور کړی دی چې په سر کې یې راغلي دي، هغو کسانو چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما په وخت د اسامه بن لادن د وژلو هرکلی کړی و، هغوی به د سلیماني پر وژلو هم خوښ وي.

لیکوال وړاندې لیکي، سلیماني لکه اسامه بن لادن په زرګونه امریکایان وژلي او ټپيان کړي دي او ده د زرګونه کسانو ژوند په سوریه، عراق، لبنان، یمن، اسرائیل، غزه او په خپله ایران کې اخیستی دی.

دغه امریکایي لیکوال بیا لیکي، په واشنګټن کې د سلیماني د وژلو د طریقې په اړه په حزبي کچه سؤالونه پیدا شول، خو مهم سؤال دا دی چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران په اړه منظمه ستراتېژي لري؟

لیکوال بیا د دې پوښتنې په ځواب کې لیکي چې هو او دا د اعظمي فشار ستراتېژي ده.

XS
SM
MD
LG