د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

غني د سلیماني د وژل کېدو په اړه له روحاني سره غمشریکي وکړه


افغان ولسمشر غني او د ایران ولسمشر حسن روحاني- ارشیف
افغان ولسمشر غني او د ایران ولسمشر حسن روحاني- ارشیف

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون (یکشنبه) د ایران ولسمشر حسن روحاني سره خبرو کې د دوه ورځې دمخه رامنځته شوې پېښې په اړه، خپل د ډاډګېرنې او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړل.​

غني دغه‌راز خپل ایراني سیال ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه‌کارول کېږي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر غني له حسن روحاني سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي موافقتنامې پر اساس د افغانستان خاوره هېڅکله د بل هېواد پر خلاف نه‌استعمالېږي.

خبرپاڼه زیاتوي، په دغو خبرو کې ولسمشر غني د ایران ولسمشر او خلکو ته په عراق کې د دوه ورځې دمخه رامنځته شوې پېښې په اړه، خپل د ډاډګېرنې او غمشریکۍ مراتب هم وړاندې کړل.

د جمعې په ورځ د امریکا په یوه هوايي حمله کې د ایران د سپاه پاسداران د بهرنۍ څانګې قدس ځواک عمومي قوماندان جنرال قاسم سلیماني د بغداد هوايي ډګر ته نږدې ووژل شو.

له دې پېښې وروسته ایران ګواښ وکړ چې له امریکا څخه به غچ واخلي او امریکا هم وویل چې د ایران برید به بې‌ځوابه پرېنږدي.

د افغانستان د ولسمشر یوه ویاند دوا خان مینه‌پال تېره شپه د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د ایران د ولسمشر حسن روحاني د ټیلیفوني خبرو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون مازدیګر د ایران له جمهور رئیس حسن روحاني سره خبرې وکړې او هغه ته‌یې ډاډ ورکړ چې د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د امنیتي موافقت‌نامې په اساس د افغانستان خاوره هېڅکله د بل هېواد پر خلاف نه‌استعمالېږي."

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال
د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال

پرون د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په یوه ویډیويي پیغام کې ایران ته د غچ اخیستونکو اقداماتو په وړاندې خبرداری ورکړ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

هغه وویل: "زما تر رهبرۍ لاندې د هغه ترورېست په وړاندې چې غواړي کوم امريکايي ته زيان ورسوي یا د زيان رسولو نيت لري، د امریکا پالیسي واضح ده. موږ به دې پیدا کړو، له‌منځه به دې یوسو، موږ به تل خپل ډیپلوماتان، سرتېري، ټول امریکایان او خپل متحدان خوندي کړو."

ده همداراز وویل، که ايران پر امريکايانو يا امريکايي اهدافو کومه حمله وکړي، امريکا به د ايران ٥٢ سیمې وولي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي رولاند کوبیا پرون په یوه ټویټ کې اندېښنه ښودلې چې ممکن په عراق کې وروستي انکشافات د افغانستان د سولې پروسه اغېزمنه کړي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی رولاند کوبیا
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی رولاند کوبیا

ځیني افغان کتونکي هم فکر کوي چې ممکن د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ د افغانستان د سولې پروسه زیانمنه کړي او حتی ښايي ایران له خپل نفوذه په استفادې په افغانستان کې د امریکا پر ضد د حملو هڅه وکړي.

د ایران د چارو متخصص عیسی ستانکزی وايي چې ایران ممکن د افغانستان په ګډون په سوریه او عراق کې وړې حملې وکړي ځکه چې دا هېواد په درې واړو هېوادونو کې نیایتي کسان لري.

له روحاني سره تر پرونیو ټېلیفوني خبرو وړاندې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه رئیس د قاسم سلیماني د وژل کېدو په ارتباط په خپلو اعلامیو کې د کړکېچ د نه‌پراختیا هیله څرګنده کړې وه.

XS
SM
MD
LG