د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، ډېر ژر به په نږدې ورځو کې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، دې پرېکړې ته ډېر نږدي شوي چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د دې کمېسیون یو ویاند میرزا محمد حقپرست د سې شنبې په ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل، د دوی او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ګډه پرېکړه همدا ده چې په لنډو ورځو کې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
هغه وویل: "د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ترمنځ د همغږۍ یوه ګډه ناسته هم شوې او د دې ترڅنګ د دواړو کمېسیونونو مشترک تصمیم همدا دی چې هر څه ژر ممکن وي، په نږدې راتلونکو ورځو کې له یوې معقولې پرېکړې وروسته، د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي."
د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون ویلي و دوی نور وخت نهلري چې له معترضو ټاکنیزو ډلو سره مذاکره وکړي.
خو د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې بیا خبرداری ورکړی چې قانوني مسیر ته د ټاکنو خپلواک کمېسیون د راګرځېدو وړاندې، د لومړنیو پایلو د اعلان په صورت کې د هر ډول بحران د جوړېدو مسؤلیت به د کمېسیون په غاړه وي.
په ورته وخت کې پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي، د قانون له مخې، کمېسیون د دې صلاحیت لري چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیه رئیس یوسف رشید وايي: "که چېرته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره یوځای دا پرېکړه وشي، ستونزه به جوړه نهشي، ځکه که هر لوری ستونزه ولري، باید شکایت ثبت کړي او کمېسیون باید ورته رسېدهګي وکړي او هغه حل کړي، خو له سیاسي اړخه دا ستونزه جدي کېږي، اندېښنه شته چې شاید یو شمېر ډلې له کمېسیون سره پرېکون اعلان کړي چې بیا یې حل د کمېسیون له قدرت پورته دی."
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون داسې مهال د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنۍ پایلو د اعلان لپاره چمتووالی ښيي چې تازه په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایدون ویلي، د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ د خلکو د حقونو تر پښو لاندې کول دي.