د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

د شکایتونو کمېسیون: له اسنادو او شواهدو پرته شکایتونه نه څېړو


ارشیف
ارشیف

وروسته له هغې چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۲۵۰۰ هغه موقتو کارکونکو لست د څېړنو په هدف شکایتونو کمیسیون ته واستوه چې په دنده کې په غفلت تورن شوي د شکایتونو کمیسیون ټینګار کوي چې له اسنادو او شواهدو پرته به شکایتونه ونه څېړي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ټاکنو ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي، د ټاکنو شکایتونو کمېسیون د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له دولس زرو زیاتو کارکوونکو تخلفات نه مني او وايي چې دوی د عدلي او بنسټونو او ټاکنو خپلواک کمېسیون تر منځ د منځګړیتوب حیثیت نه لري.

د دغه کمېسیون ویاند قاسم الیاسي ازادي راډيو ته وویل، ۹۸ سلنه هغه کارکوونکي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته معرفي شوي موقت کارکوونکی دي او د ټاکنو قانون له مخې د هغو عزل او څېړنه د ټاکنو خپلواک کمېسیون صلاحیت دی.

د ټاکنو شکایتونو کمېسیون ویاند قاسم الیاس
د ټاکنو شکایتونو کمېسیون ویاند قاسم الیاس

هغه وویل: "هغه شکایتونه چې ثبت شوي هغه د دغه کمېسیون د موقتي کارکوونکو دي، خپله د ټاکنو کمېسیون دنده لري هغه کارکوونکي یې ې چې ټاکنیز جرمونه یې کړي وي، منفصل او عدلي او قضایي ارګانونو ته یې وروسپاري، ځکه موږ نشو کړای د واسطې یوه کړۍ اوسو، بله مسله دا چې موږ باید ۱۲۰۰۰ کسانو ته دوسیې جوړې کړو او باید اسنادي موجودي وي چې دا دوسیې جوړې کړو، خو دا څېړنو ته اړتیا لري."

د دغه کمېسیون په خبره، د ټاکنو خپلواک کمېسیون ان واضح کړي نه دي چې دغو کارکوونکو څه ډول تخلفات او غیر قانوني کړنې کړي دي.

شاوخوا درې اونۍ وړاندې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له دارالانشا غوښتي وو چې ټول هغه کارکوونکي چې په ولسمشري ټاکنو کې په سرغړونو او ټاکنیز جرایمو تورن دي، ودې پېژني او د شکایتونو کمېسیون ته دې ورمعرفي کړي.

یوه ورځ وړاندې حوا علم نورستانۍ له متعرضو نوماندانو سره د ناستې په څنډه کې وویل چې ۱۲۶۵۰ هغه کارکوونکي چې د میزان میاشتې په شپږمه ولسمشرۍ ټاکنو کې یې ټاکنیزې سرغړونې کړي، ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته یې ورپېژندلي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون وایي، ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدنې کمېسیون دوی ته د محکمې حیثیت لري او که د دغو کارکوونکو په اړه ستونزه یوازې د شواهدو او اسناد وي، چمتو دي چې دا اسناد برابر کړي او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته یې وسپاري.

د دغه کمېسیون یو ویاند عبدالعزیز ابراهیمي: "مونږ به له جزییات سره سره اسناد د شکایتونو کمېسیون ته وسپارو، له نوي سلنه لوړ زموږ کارکوونکي موقت وو چې اوس موږ شکایتونو ته د رسېدنې کمېسیون ته معرفي کړي دي، د شکایتونو کمېسیون موږ ته د محکمې حیثیت لري ، خو په هغه صورت کې چې موږ پورې اړوند وي د لوایحو او طرز العمل پر اساس به پرېکړه وکړو."

پر انتخاباتو یو شمېر د څار بنسټونه وایي، د دې لپاره چې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې د ولسي جرګې ټاکنو د پایلو په شان د نه مشروعیت په اړه له پوښتنو سره مخ نه شي، اړتیا ده چې لومړی انتخاباتي کمېسیونونه د ټاکنیزو سرغړونو او جرمونو برخلیک روښانه کړي او بیا دې لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG