د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

د ولسمشرۍ نوماندانو شورا: افغانستان کې دې د ملي مشارکت حکومت جوړ شي


دا شورا وايي، د دې طرحې له وړاندې کولو یې هدف د هغه بحران مخنیوی دی چې افغانستان ګواښي.
دا شورا وايي، د دې طرحې له وړاندې کولو یې هدف د هغه بحران مخنیوی دی چې افغانستان ګواښي.

د ولسمشریزو انتخاباتو د نوماندانو شورا په یوې تازه طرحه کې د ملي مشارکت حکومت د جوړېدو وړاندیز کړی.

دا شورا وايي، د دې طرحې له وړاندې کولو یې هدف د هغه بحران مخنیوی دی چې افغانستان ګواښي.

د تلې یا میزان میاشتېې په شپږمه نېټه د شویو ولسمشریزو ټاکنو د جنجالو دوام او د پایلو د اعلان ورک برخلیک، ورو ورو بل رنګ خپلوي.

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې پخپله د کاندیدانو شورا د ملي یووالي حکومت په څېر د ایتلافي حکومت د بیا جوړېدو مخالفت کړی و.

خو تازه د ولسمشرۍ د ټاکنو د نوماندانو شورا له روان بحران نه د وتلو او د دغه بحران له لا پراخېدو د مخنیوي په هدف، د ملي مشارکت حکومت د جوړېدو طرحه وړاندې کړې ده.

د دې شورا غړی او ولسمشرۍ ته نوماند احمد ولي مسعود وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د دې طرحې وړاندې کولو هدف، په حکومت کې د ټولو هغو اړخونو شاملول دي چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته ولاړ وو.

ښاغلي مسعود وویل: "که پایلې یوه اړخیزه اعلان شي او معیارونه په پام کې و نه نیول شي، درغلۍ ته د زمینې برابرولو په معنا به وي. د ولسمشرۍ نوماندانو شورا د سیاسي ایتلاف په شکل د ملي مشارکت حکومت طرحه چې د ټاکنو د محوریت پر بنسټ، ټول شموله، عادلانه او متوازنه ده، وړاندیز کوي. ټول ټولنیز واقعیتونه او اړخونه باید په پام کې ونیول شي. د دې حکومت د جوړېدو منطق دا دی چې حکومت باید د اکثریت ډیموکراسۍ پر ځای د تفاهم پر بنست جوړ شي."​

د دې طرحې په یوه برخه کې وړاندیز شوی چې د ولایتي شورا، ولسوالیو، ښاروالیو او راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو د کېدو لپاره ډاډمن شرایط برابر شي. دغه شورا دغه شان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په یو اړخیزو پرېکړو تورنوي.

په ورته وخت کې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د کاندیدانو شورا دغه وړاندیز په کلکه رد کړی او هغه یې له اساسي قانون سره په ټکر کې بللی.

د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د ولسمشرۍ کاندیدان باید د خلکو پرېکړې ته درناوی وکړي.

ښاغلي صدیقي لیکلي: "د افغانستان خلک د رأیو صندوقونو ته لاړل او د اساسي قانون په چوکاټ کې د جمهوري نظام د تداوم لپاره یې خپله اراده تمثیل کړې ده او شاته نه ګرځي. د افغانستان خلک د هوايي او پوچو طرحو وړ نه دي."

په ورته وخت کې د جمعیت اسلامي د انسجام شورا د دوشنبې په ورځ کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د ټاکنو له خپلواک کمېسیون وغوښتل، څومره ژر چې کېږي د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

د دې ګوند غړی سید اکرام الدین معصومي وویل: "بدبختانه له ټاکنو نږدې درې میاشتې په تېرېدو دي، خو تر اوسه پایلې نه دي اعلان شوي. دا وضعیت نږدی دی چې افغانستان د بې ثباتۍ پر لور یوسي او نږدې ده چې یو بل بحران د افغانستان د خلکو لمن ونیسي."

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا وايي، دوی به د قانون پر بنسټ پرېکړه کوي.

د دې کمېسیون یو ویاند عبدالعزیز ابراهیمي ازادي راډیو ته وویل، د قانون په هیڅ یوه برخه کې د ایتلافي حکومت د جوړېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

ښاغلي ابراهيمي وویل: "د افغانستان اساسي قانون او د ټاکنو قانون په دې اړه وضاحت لري چې راتلونکی ولسمشر د خلکو په رایه او د پنځوس جمع یو په پوره کولو سره د کمېسیون له لورې اعلانېږي."

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اوسه نه دی توانېدلی چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي، هغه ټکی چې د خلکو او تر خوا یې د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو اندېښنې یې هم را پورته کړي دي.

XS
SM
MD
LG