د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۹

نبیل: د ټاکنو کمیسیون سیستم ته د یو میلیون تقلبي رایو د داخلیدو مخه ونیول شوه


د کاندیدانو شورا د روڼتیا ستونزې او د انتخاباتي بحران د عواملو ترنامه لاندې، د افغانستان د انتخاباتو د راتلونکې په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې.
د کاندیدانو شورا د روڼتیا ستونزې او د انتخاباتي بحران د عواملو ترنامه لاندې، د افغانستان د انتخاباتو د راتلونکې په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې.

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو کاندید رحمت الله نبیل وايي، د ټاکنو کمیسیون په سیستم کې د یو میلیون تقلبي رایو د داخلیدو مخه نیول شوې ده.

ښاغلي نبیل چې نن (میزان ۲۳مه) یې په کابل کې د ولسمشریزو انتخاباتو د کاندیدانو د شورا په ناسته کې خبرې کولې وویل، ددې لپاره چې تقلبي رایې بېلې شي، باید د بیومټریک معلوماتو لرونکي رایې په دقت سره وشمېرل شي.

ښاغلي نبیل ادعا وکړه چې حاکم ټیم هڅه کوي د سترې محکمې له لارې هغه رایې معتبره وګڼي چې د رأی ورکوونکو د بیومټریک معلوماتو له ثبتېدو پرته کارول شوي دي. خو په څرګنده یې د کوم کاندید نوم یاد نه کړ.

په تېرو ټاکنو کې د ملي یووالي حکومت دواړه مشران جمهور رئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله کاندیدان و.

ښاغلي نبیل وویل، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مرکزي سرور ته د یو میلیون تقلبي رایو د داخلیدو مخه نیول شوې ده.

ښاغلي نبیل ادعا وکړه چې حاکم ټیم هڅه کوي د سترې محکمې له لارې هغه رایې معتبره وګڼي چې د رأی ورکوونکو د بیومټریک معلوماتو له ثبتېدو پرته کارول شوي دي. خو په څرګنده یې د کوم کاندید نوم یاد نه کړ.
ښاغلي نبیل ادعا وکړه چې حاکم ټیم هڅه کوي د سترې محکمې له لارې هغه رایې معتبره وګڼي چې د رأی ورکوونکو د بیومټریک معلوماتو له ثبتېدو پرته کارول شوي دي. خو په څرګنده یې د کوم کاندید نوم یاد نه کړ.

"موږ ولیدل چې سازمان شوې لویه درغلي پر لاره ده. غوښتل یې یومیلیون تقلبي رايې سیستم ته داخلې کړي چې د نوماندانو د شورا، څارونکو بنسټونواو نورو اړوندو بنسټونو د هڅو په نتیجه کې یې مخه ونیول شوه."

د کاندیدانو شورا د روڼتیا ستونزې او د انتخاباتي بحران د عواملو ترنامه لاندې، د افغانستان د انتخاباتو د راتلونکې په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې.

دغو کاندیدانو له ټاکنیزو کمیسیونونو وغوښتل چې د انتخاباتو روڼتیا د بيړې قرباني نه کړي.

بلخوا د افغانستان جمهوري ریاست د ښاغلي نبیل ادعاوې ردوي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، حکومت د انتخاباتي کمیسیونونو پر خپلواکۍ باورلري.

"موږ د دې غوښتونکي یو چې د انتخاباتي کمیسیونو خپلواکۍ او پریکړو ته درناوی وشي او داسې څه مطرح نه شي چې ددغه کمیسیون کار له ځنډ او خنډ سره مخ شي."

د اجرائیه ریاست ویاند امید میثم وايي چې د ټاکنو د قانون او شوې هوکړې له مخې باید یوازې د بیومټریک معلوماتو لرونکې رایې معتبرې وګڼل شي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له ټولونوماندانو غواړي چې له وړاندوینو ډډه وکړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي چې، مرکزي سیستم ته د رأی اچونې څه باندې ۲۶ زره او ۵۰۰ محلونو بیومټریک معلوماتو د انتقال بهیر به نن بشپړ شي.

د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون ویلي چې رأی اچونې له ۲۲ زره او ۵۸۰ محلونو بیومټریک معلومات د رایو جمع بندۍ مرکزي سیستم ته انتقال شوي دي چې څه باندې یو میلیون او ۷۳۰ زره رایې کېږي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون به د رایو د تصفیې تر بهیر وروسته د راتلونکې شنبه په ورځ (میزان ۲۷مه) د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG