د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

"ننګرهار د داعش تسلیم شویو بهرنیو غړو برخلیک په اړه حکومت ډېر ژر پرېکړه کوي"


په دې وروستیو اوونیو کې سلګونو داعش اورپکو وسلې پر ځمکه کېښودې او حکومت ته تسلیم شول.
په دې وروستیو اوونیو کې سلګونو داعش اورپکو وسلې پر ځمکه کېښودې او حکومت ته تسلیم شول.

د ملي امنیت شورا وايي، د افغانستان دولت به ډېر ژر د اسلامي دولت (داعش) ډلې د هغو بهرنیو غړو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي چې په ننګرهار ولایت کې حکومت ته تسلیم شوي دي.

د داعش ډلې سلګونه وسله وال چې یوشمېر بهرني جنګیالي هم پکې دي، په دې وروستیو کې وسله پر ځمکه کېښوده او تسلیم شول.

یوې هندۍ ورځپاڼې راپور ورکړی چې کابل ښايي د داعش ډلې لس جنګیالي چي د هند اتباع دي، نوي ډیلي ته وسپاري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل د هندۍ ورځپاڼې د راپور په اړه ازادي راډیو ته وویل چې د بهرنیو نیول شویو داعش اورپکو په اړه به په نژدې راتلونکې کې د افغانستان دولت خپله پریکړه وکړي.

هغه په دې اړه د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته وویل: "په تېرو څو ورځو کې څه باندې ۶۰۰ داعشیان او د هغوی کورنۍ د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي. په دوی کې د بېلابېلو هېوادونو وګړي دي چې نظام به یې د خپلو پالیسیو او قوانینو په رڼا کې پر وړاندې قانوني اجراآت چې په پام کې لري، په نژدې راتلونکي کې اعلان کړي."

ننګرهار کې حکومت ته د داعش تسلیم شویو وسله والو د کورنۍ غړي
ننګرهار کې حکومت ته د داعش تسلیم شویو وسله والو د کورنۍ غړي

د هند چاپ ایکانومیک ټایمز ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۲۸مه) راپور ورکړ چې په افغانستان کې د داعش ډلې په تسلیم شویو کسانو کې دیارلس تنه د هند اتباع دي.

ورځپاڼې ویلي چې دا کسان د افغانستان او هند ترمنځ د بندیانو د تبادلې د موافقې پربنسټ سپارل کېږي.

دا موافقه افغان چارواکو په ۲۰۱۶ کال کې په نوې ډیلي کې لاسلیک کړې وه، خو سند یې د یکشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر او په افغانستان کې د هند د سفیر ترمنځ په کابل کې تبادله شو.

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي په هغو سلګونو داعشیانو کې چې په دې وروستیو کې حکومت ته تسلیم شوي د پاکستان، ایران او ځینو نورو هېوادونو اتباع هم شامل دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي تېره شپه آزادۍ راډیو ته وویل:

"تراوسه د زرو په شاوخوا کې د داعش ډلې وسله وال له خپلو کورنیو سره چې ماشومان او مېرمنې په کې دي، افغان ځواکونو ته تسلیم شوي. له ۵۰۰ زیات جنګیالي هم په دوی کې شته دي چې د لسو هېوادونو وګړي دي او ډېری د پاکستان دي خو د ایران، ترکیې، اردن او ځینو نورو هېوادونو اتباع هم په دوی کې شته".

ولسمشراشرف غني د تېرې اونۍ د سه شنبې په ورځ ننګرهار ته د سفر پرمهال په دې ولایت کې د داعش د ماتې خبر ورکړ او ویې ویل، د داعش د پاکستاني غړو ښځې او ماشومان به د پاکستان حکومت ته نه، بلکې د هغوی خپلوانو ته وسپارل شي.

د اسلامي دولت ډلې وسله وال په ۲۰۱۵ کال کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د داعش ډلې د خراسان څانګې په نوم خپل حضور اعلان کړ او وروسته یې بیا د اچین ولسوالۍ په ګډون د ننګرهار ولایت ځینې سیمې ونیولې.

دې ډلې تردې دمه د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو برخو کې د یوشمېر خونړیو حملو مسوولیت منلی دی.

XS
SM
MD
LG