خبرونه
په ننګرهار کې د داعش ۲۲ نور غړي تسلیم شول
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د داعش د سختدریځې ډلې ۲۲ نور غړي په ننګرهار ولایت کې خاصو افغان ځواکونو ته تسلیم شول.
دفاع وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان په اچین ولسوالي کې تسلیم شوي دي.
تر دې وړاندې تېره اوونۍ د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل اعلان وکړ چې په وروستیو کې د داعش ۶۲۵ غړي دولت ته تسلیم شوي دي.
دفاع وزارت وايي چې د داعش تسلیم شویو غړیو ۱۸ کلاشینکوفونه هم ځانګړو افغان ځواکونو ته سپارلي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام مشر: د نړیوالو مرستو کمیدو تر ټولو زیات ښځې ډیرې اغیزمنې کړې دي
د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام، ډبلیو ایف پي مشر وایي چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمیدو ترټولو زیات پرښځو ویجاوړونکی اغیزکړی دی. جان علییف له بي بي سره په مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۵ د دې پروګرام په ایکسپاڼه کې خپره شوې وویل: "مرستندویان له افغانستان څخه وتلي او اغېز یې په حقیقت کې پر ښځو او ماشومانو ډېر شوی، او دا ډېره ویجاړوونکې ده ځکه چې په ۲۰۲۱ کال کې نړۍ له افغان ښځو سره د نه ماتېدونکې پیوستون ژمنه وکړه، او نن په ۲۰۲۶ کال کې هماغه ښځې پوښتنه کوي چې هغه پیوستون اوس چیرته دی؟”
د علییف په خبره په بې وزلو کورنیو کې اکثره ښځې د خپل ځان په نسبت خپلو ماشومانو ته لومړیتوب ورکوي چې خواړه ورکړي او همداعلت دی چې د ماشومانو ترڅنګ په ښځو کې هم خوارځواکي زیاته شوې.
په عین حال کې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې، اوچا ویلي چې افغانستان د خوړو له یوه بحران سره مخ دی او په دې هیواد کې روان ۲۰۲۶ کال ۳،۷ ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخامخ دي.
جاپان روان کال له افغانستان سره د پراختیایي پروژو په برخه کې ۳۵ ملیون ډالره مرسته کوي
د طالبانو د اقتصاد وزارت روان کال له افغانستان سره د پراختیایي پروژو په برخه کې د جاپان د ۳۵ ملیون ډالرو د مرستې خبرورکوي. په هغه بیان کې چې د یکشنبې په ورځ د دې وزات په ایکسپاڼه کې خپورشوی، ویل شوي چې دا خبره په افغانستان کې د جاپان سفیر کینیچي ماساموتو د اقتصاد له وزیر قاري دین محمد حنیف سره په کتنه کې وکړه.
د بیان له مخې د چاپان سفیر ویلي چې هیواد به یې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې، د کوچنیو بندونو جوړولو، د اوبو د مدیریت او د کابل ښار د څښاک اوبو د کمښت د ستونزې د حل لپاره د ۹،۳ میلیون ډالره مالي مرسته هم وکړي.
د جاپان د سفیر په خبره له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي هیواد یې د افغانستان له خلکو سره د ۵۶۰ ملیون ډالرو په ارزښت بشري مرستې کړې دي.
روسیې تیره شپه پر اوکراین پراخ بریدونه کړي چې د ارتودوکس یوه صومعه یې هم زیانمنه کړې
پر اوکراین د روسیې د تیرې شپې د پراخو بریدونو په ترڅ کې چې نهه تنه وژل شوي، په کییف کې د ارتودوکس یوه مهمه صومعه( عبادت ځای) هم په نښه شوې ده. د کییف- پېچرسک لاورا صومعه د یونسکو له خوا د خوندي شویو تاریخي ځایونو په فهرست کې شامله ده. چارواکو ویلي چې د روسیې په ډرونونو او توغندویي بریدونو کې د دې ودانۍ یوه برخه په اورکې سوځیدلې او دیارلس کسان ټپیان شوي دي.
د اوکراین هوایي ځواکونو ویلي چې روسیې تیره شپه په دغو پراخو بریدونو کې له اویا توغندیو او ۶۱۱ ډرونونو څخه کاراخیستی. ډیری ځایونه په کییف کې په نښه شوي خو په دنیپرو او خارکییف کې هم ځینې ځایونه لګیدلي دي.
په کییف کې چارواکو د څلورو کسانو او په خارکیف کې د پنځو تنو چې هغه یې ژغورونکي بللي، د وژل کیدو او څوتنو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.
دغه بریدونه وروسته له هغې شوي چې د کریملن یوه چارواکي ویلي چې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د روسیې له ولسمشرولادیمیرپوتین سره په خبرو کې وویل چې دا مهمه ده چې د اوکراین جګړه پای ته ورسیږي او نوموړی چمتو دی چې سولې ته د رسیدو په برخه کې مرسته وکړي.
د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې له اعلان وروسته د تیلو بې را ولویدې
د ایران او امریکا ترمنځ د یوې هوکړې له اعلان وروسته د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې څه باندې څلورسلنه را ولویدې.
د شمالي سمندرد برینټ اومه تیلو د یوه بیرل بیه ۸۳،۶۰ ډالرو ته او د ویسټ ټکزاس د انټرمیډییټ اومه تېلو د یوه بیرل بیه ۸۰ ډالرو ته رسیدلي. د تیلو بیې په منځني ختیځ کې د جګړې له پیلیدو سمدستي وروسته ۱۱۰ ډالرو ته ختلې وې.
د نړۍ په بازارونو کې نن دوشنبې د تیلو بیې وروسته له هغې را ولویدې چې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ اعلان وکړچې له ایران سره د شوې هوکړې له مخې به د هرمز تنګی په بشپړه توګه بیرته د کشتیو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شي.
د هرمز تنګی چې ترډیره حده ایران تړلی، د نړۍ د انرژۍ له تر ټولو مهمو لارو څخه شمېرل کېږي چې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه اومه تیل د همدې لارې له لارې لېږدول کېږي. ټاکل شوې د هرمز تنګی به د هوکړې له رسمي لاسلیک وروسته، د جون په ۱۹مه، بېرته پرانیستل شي.
پاکستان په یوه ورځ ۲۸۶۹ افغان کډوال وایستل
د افغانستان د کډوالو لوی کمېسیون ویلي، پاکستان د شنبې په ورځ ۲۸۶۹ افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستانه کړي دي. همداراز ایران په همدې ورځ ۱۴۰ افغان کډوال د اسلامکلا او ورېښم پُل له سرحدي لارو بېرته هېواد ته را استولي دي.
د راپورونو له مخې، پاکستان د بې اسنادو افغانانو د ایستلو کمپاین ته دوام ورکوي، سره له دې چې بشري بنسټونه او د کډوالو د حقونو ملاتړي پرې اندېښنه ښيي. نړیوالې مرستندویې ادارې خبرداری ورکوي چې افغانستان د بېوزلۍ، بېکارۍ او د بشري مرستو د کمښت له امله د راستنېدونکو د لوی شمېر د جذب توان نه لري.
د پاکستاني چارواکو په وینا، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر راهیسې تر اوسه له ۱.۱۷۷ میلیونو ډېر افغان کډوال له دغه هېواده افغانستان ته ستانه شوي دي. د بشري حقونو سازمانونه خبرداری ورکوي چې ګڼ شمېر راستنېدونکي، په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان، خبریالان او پخواني دولتي کارکوونکي، له جدي امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ کېدای شي.
د افغانستان، سریلانکا او هند د الف لوبډلو د لوبلړۍ څلورمه سیالي
د افغانستان، هند او سریلانکا د الف لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ په څلورمه سیالي کې نن (دوشنبه) د هند او سریلانکا الف لوبډلې د دوهم ځل لپاره میدان ته وځي.
په دې سیالیو کې، چې سریلانکا یې کوربه دی، هر ټیم له بل سره دوه سیالۍ کوي.
په لومړۍ مسابقه کې هند د سریلانکا الف لوبډلې ته ماتې ورکړې وه. افغانستان بیا لومړۍ سیالي له هند څخه ګټلې وه خو سریلانکا بیا افغانستان ته ماتې ورکړې ده.
د افغانستان الف لوبډله، چې ابدالیان نومېږي، له هند سره په دوهمه سیالۍ کې د چهارشنبې په ورځ مخامخ کېږي.
په همدې ورځ به د افغانستان ملي لوبډله، چې د هند په سفر ده، د دغه هیواد له ملي لوبډلې سره د دوهمې یو ورځینۍ مسابقې لپاره میدان ته ووځي.
په نیمروز کې له پاکستانه قاچاق کېدونکي درمل کشف شول
په نیمروز ولایت کې د طالبانو ګمرکي چارواکي وايي چې له پاکستان څخه دغه ولایت ته یې د دوه ټنه درملو د قاچاق کېدو مخه یې نیولې ده.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه له تېر کال راهیسي په ټپه درېدلې او د طالبانو د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي چې له پاکستان څخه به نور د درملو واردولو ته اجازه نه ورکول کېږي.
د طالبانو د نیمروز د فرعي ګمرکاتو رئیس ملا عبدالغفار محمود پرون (یکشنبه) کورنیو رسنیو ته وویل چې څه باندې ۲ ټنه درمل، چې په دووتویوتا موټرو کې له پاکستانه افغانستان ته وړل کېدل، د ګمرکي مسوولانو له لوري کشف او ضبط شول.
نوموړي زیاته کړې، چی په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي.
تر دې وړاندې هم په نیمروز او هلمند ولایتونو کې په ځلونو له پاکستانه د درملو د قاچاق د مخنیوي خبرونه ورکړل شوي دي.
اوچا: سوېډن افغانستان ته څه کم ۳ میلیون ډالره بشري مرسته کړې
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې سوېډن د افغانستان بشري صندوق ته ۲۸ میلیونه سوېډني کرونه، چې له نژدې ۲.۹۹ میلیونه امریکایي ډالرو سره برابرېږي، مرسته کړې ده.
اوچا د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۴مه) په اېکسپاڼه کې د دې مالي مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه ملاتړ به بشري مرستندویو بنسټونو ته دا توان ورکړي چې په ټول افغانستان کې بېړنیو اړتیاوو ته په چټکۍ ځواب ووایي.
د یادې ادارې په وینا، د سوېډن نوې مرسته به د هغو بشري شریکانو وړتیا پیاوړې کړي چې د بحرانونو په لومړۍ کرښه کې فعالیت کوي، څو د ناڅاپي بېړنیو حالاتو چاره وکړي او اړمنو خلکو ته سمدستي مرستې ورسوي.
دا مرسته په داسې حال کې اعلان شوې چې افغانستان لا هم له سترو بشري بحرانونو سره مخ دی او میلیونونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
قالیباف: پر بیروت د اسرائیل له برید وروسته له امریکا سره د توافق بهیر دوام نه شي موندلی
د ایران د اسلامي جمهوریت مخکښ مذاکره کوونکي، محمدباقر قالیباف، د یکشنبې په ورځ وویل چې د بیروت پر جنوبي څنډه (ضاحیه) د اسرائیل له برید وروسته له امریکا سره د سولې د احتمالي هوکړې د بهیر دوام نه نور ممکن نه دی.
قالیباف په اېکسپاڼه کې لیکلي چې د ضاحیې پر سیمه د اسرائیل وروستي برید یو ځل بیا وښوده چې امریکا یا د خپلو ژمنو د عملي کولو اراده نه لري او یا یې د پلي کولو توان نه لري. هغه واشنګټن ته خبرداری ورکړ چې د اسرائیل ملاتړ او ورته «شنه اشاره» ورکول به له ایران څخه د امتیاز ترلاسه کولو لاره نه وي.
د اسرائیل پوځ ویلي چې د یکشنبې په ورځ یې د لبنان د حزب الله ډلې اړوند هدفونه په ضاحیه کې په نخښه کړي او ادعا یې کړې چې دغه برید د اسرائیل پر خاوره د حزبالله د توغندويي بریدونو په ځواب کې شوی دی.
له امریکا سره په روانو خبرو کې د ایران په شرطونو کې یو هم دا دی چې د بیروت په جنوبي سیمو کې د حزبالله پر مرکزونو د اسرائیل یریدونه باید ودرول شي.
تېره اوونۍ هم په ضاحیه کې د اسرائیل برید د ایران او اسرائیل ترمنځ د متقابلو بریدونو سبب شو، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د تهران او واشنګټن د احتمالي توافق پر بهیر یې اغېز کړی و. خو وروسته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب د دواړو لورو د بریدونو لړۍ ودرول شوه.
ټرمپ: اسرائیل باید نور د لبنان پر هیڅ سیمې برید ونه کړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د یکشنبې په ورځ د بیروت پر جنوبي څنډه (ضاحیه) د اسرائیل پر وروستي برید نیوکه وکړه او ویې ویل چې له ایران سره د سولې د احتمالي هوکړې د ترلاسه کېدو لپاره اسرائیل باید نور د لبنان هېڅ سیمه په نخښه نه کړي.
ټرمپ په ټروت سوشل کې په خپور کړي پیغام کې لیکلي: «د نن سهار برید پر بیروت باید نه وای شوی، په ځانګړي ډول په داسې مهمه ورځ چې موږ له ایران سره د سولې یوې هوکړې ته دومره نژدې شوي یو.» نوموړي زیاته کړه چې اسرائیل د ځان د دفاع حق لري، خو پر اسراییل وروستي برید نه ځواب، چې ډېر محدود او بې اهمیته و، او هیچا ته پکې مرګ ژوبله وانه وښته، باید د سولې روان بهیر زیانمن نه کړي.
د اسرائیل پوځ ویلي چې د لبنان د جزب الله ډلې له لوري پر اسرائیل د توغندويي بریدونو په ځواب کې یې د بیروت په جنوبي مېنه، ضاحیه کې د دې ډلې اړوند هدفونه په نخښه کړي دي. ټرمپ ټینګار کړی چې له ایران سره احتمالي هوکړه به سیمې، په ځانګړي ډول لبنان ته سوله راولي او ټول لوري باید له زغم او کړکېچ کمولو کار واخلي. هغه زیاته کړه چې نه یوازې اسرائیل باید پر لبنان برید ونه کړي، بلکې حزبالله او نورې ډلې هم باید پر اسرائیل بریدونه ونه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې اسرائیل وايي د حزبالله د بریدونو له امله یې په جنوبي لبنان کې پوځي عملیات پراخ کړي او ځمکني ځواکونه یې هم د لبنان خاورې ته داخل شوي دي. ایران بیا غواړي چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو په احتمالي هوکړه کې د لبنان پر جنوب د بریدونو درول شامل وي.