د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

د افغانستان ولسي جرګې پر ناامنیو او هدفي وژنو اندېښنه وښوده


په افغانستان او په تېره کابل ښار کې د ناامنیو ډېرېدو او هدفمندو وژنو د ولسي جرګې غړي اندېښمن کړي.
په افغانستان او په تېره کابل ښار کې د ناامنیو ډېرېدو او هدفمندو وژنو د ولسي جرګې غړي اندېښمن کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې لومړي مرستیال امیرخان یار چې د شنبې په ورځ (قوس دویمه) یې د جرګې د ناستې مشري کوله وویل، امنیتي ارګانونه باید ناامنۍ مهار کړي.

په افغانستان او په تېره کابل ښار کې د ناامنیو ډېرېدو او هدفمندو وژنو د ولسي جرګې غړي اندېښمن کړي. دوی وايي چې ددغو وژنو پروړاندې هېڅ اداره ځواب ویونکې نه ده.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي ګل احمد کمین وویل: "په ښارونو کې امنیت دومره خراب شوی چې هره ورځ په کې ترور کیږي. پایتخت هم له دې ستونزې خلاص نه دی. د سړک پرسر په سپینه ورځ ترور کیږي، نه مسئولین شته او نه یې هغه څوک ځواب وايي چې په رهبرۍ کې دي."

ددغو وژنو په وروستۍ پېښه کې د سیاسي چارو شنونکی وحیده مژده په کابل ښار کې په نښه شو.

د کورنیو چارو وزارت په خبره، ښاغلی مژده د ماښام لمانځه اداء کولو وروسته له جومات نه د کور په لورروان و چې د دوو موټرسایکل سپرو لخوا ووژل شو.

همدا شان دوه ورځې مخکې د کابل ښار د پنځلسمې حوزې د قصبې په سیمه کې د یوه بهرنې شرکت پرموټرپه ځان وژونکي حمله کې ۱۲ ملکي کسان ووژل شول او د دغه شرکت د څلورو ساتونکو په ګډون په کې شل کسان ټپیان شول.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې د هېواد او په تېره د کابل ښار د امنیت لپاره هڅې پراخې کړي.

هغه وویل: "دلته هدفي وژنې، انتحار او بدبختۍ روانې دي او د حکومت دنده ده چې جدي توجه ورته وکړي."

د دغو اندېښنو پروړاندې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ځواب څه دی؟

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د خلکو د دښمنانو پروړاندې مو په ټول هېواد کې عملیات پراخ کړي، څو په هغو سیمو کې چې دښمن اوس هم شته وځپل شي. هڅه مودا ده چې دښمن دومره کمزوری شي چې ونه توانیږي هدفمنده عملیات تعقیب کړي."

د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېرو اتو میاشتو کې د مجرمینو پرضد ډېر فعالیتونه شوي دي. یوازې تېره میاشت د پولیسو لخوا په وژنو، غلاګانو او داسې نورو جرمونو تورن ۳۲۱ کسان نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG