د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

ولسمشر اشرف غني امنیتي چارواکو سره د کابل امنیتي وضعیت ارزولی


ولسمشر اشرف غني په ځانګړې توګه د کابل د امنیت په اړه د حکومت له لوړ رتبه امنیتي چارواکو سره غونډه وکړه.
ولسمشر اشرف غني په ځانګړې توګه د کابل د امنیت په اړه د حکومت له لوړ رتبه امنیتي چارواکو سره غونډه وکړه.

کابل کې د تېرې ورځې ځانمرګي برید وروسته، پرون ناوخته د افغانستان ولسمشر د کابل د امنیت په اړه د حکومت له لوړ رتبه امنیتي چارواکو سره غونډه کړې ده.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي، د امنیتي او دفاعي سکټور مسؤلینو په ځانګړي ډول په کابل کې د امنیتي تهدیدونو د مخنیوي لپاره د خپلو پلانونو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړي دي.

په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي، خو راغلي چې ولسمشر غني د دفاعي او امنیتي ادارو مسئولانو ته په دې اړه لارښوونې کړې دي.

ولسمشر غني په داسې حال کې د کابل ښار د وضعیت په اړه له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره خبرې کوي چې پلازمېنه د چهارشنبې په ورځ د یوه خونړي برید شاهده وه.

دغې حملې جدي غبرګونونه راوپارول.

  • د امریکا سفارت

په کابل کې د امریکا سفارت دغه حمله په شدت غندلې ده. د امریکا سفیر جان بس پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې ترورېزم هېڅ ډول توجیه نه‌لري او "پر ملکي خلکو حملې باید همدا اوس بندې شي."

  • یوناما

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) پرون وویل، په داسې ګڼ مېشته سیمه کې حمله چې د ښځو او کوچنیانو په ګډون زیات شمېر ملکي وګړي په‌کې ووژل شول او زخمیان شول، څوک نه‌شي توجیه کولائ.

  • د ناټو ملکي استازی

په افغانستان کې د ناټو تړون ملکي استازي نیکولاس کې پر ټویټر په دې اړه ولیکل چې دوی د ملکي وګړو وژل او زخمي کول غندي او د هغه په وینا "افغانان سوله غواړي او ترورېستان په تشدد ځواب ورکوي."

خو د ښاغلي کې په لیکنه، د ناټو غړي پر خپل تعهد کلک ولاړ دي او د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه به روزي، همکاري به ورسره کوي او سلا به ورکوي، څو له افغانانو په ښه ډول دفاع وکړي.

د کابل ښار د قصبې سیمه کې د قسیم پر سړک پرون چهارشنبه (عقرب ۲۲مه) ځانمرګی موټربم برید وشو چې ۱۲ تنهیې ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل.

د برید قربانیان تر ډېره هغه کوچنیان وو چې سهار مکتب ته تلل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د حملې هدف د "ګاردا ورلډ" په نوم د یوې بهرنۍ امنیتي ادارې موټر و. "ګاردا ورلډ" یو خصوصي امنیتي شرکت دی .

د دغه وزارت په وینا، په کابل کې په پرونۍ حمله کې د د دې خصوصي کمپنۍ څلور بهرني کارکوونکي هم زخمیان شوي دي.

پرون سهار (عقرب ۲۲مه) د کابل ښار د ۱۵مې حوزې اړوند د "قسیم سړک" په سیمه کې ځانمرګي موټربم برید د ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل.
پرون سهار (عقرب ۲۲مه) د کابل ښار د ۱۵مې حوزې اړوند د "قسیم سړک" په سیمه کې ځانمرګي موټربم برید د ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل.

له ارګه په دې اړه په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې داسې بشري ضد جنایت د ترورېستانو کار دی او سولې ته د رسېدو لپاره د افغانستان د خلکو اراده نه‌شي کمزورې کولائ.

په بیان کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني په حواله لیکل شوي چې د افغانستان د خلکو دښمنان داسې حملې کوي.

دا حمله داسې مهال وشوه چې یوه ورځ وړاندې ولسمشر اشرف غني د حقاني شبکې د درېيو مهمو غړو انس حقاني، مالي خان او عبدالرشید عمري د خوشې کولو اعلان وکړ.

ښاغلي غني وویل چې دا طالبان د افغانستان امریکايي پوهنتون د دوو برمته استادانو خوشې کېدو او د سولې مخامخ خبرو ته د طالبانو راوستو په بدل کې خوشې کېږي.

د ولسمشر دا پرېکړه د حکومت ځینو سیاسي مخالفینو او د مدني ټولنې غړو له سخت انتقاد سره مخامخ شوې ده.

حقاني شبکه په افغانستان او په تېره بیا کابل کې په لویو او پېچلو بریدونو کې په لاس درلودلو تورنه ده چې د دولتي سرتېرو او بهرنیانو په ګډون سلګونه ولسي وګړي په‌کې وژل شوي او ټپیان شوي دي، خو طالبان وايي چې د تېرې ورځې حمله په دوی پورې اړه نه‌لري.

د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې چې د اکټوبر په ۱۷مه خپور شو، په افغانستان کې په تېرو درېیو میاشتو جولای، اګسټ او سپټمبر کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۲ فیصده لوړ وبلل.

د یوناما د شمېرو له مخې، په وروستیو نهو میاشتو کې تر ۸۰۰۰ ډېر ملکيان په جګړه کې وژل شوي او زخمیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG