د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

کابل کې موټر بمب چاودنې ۷ تنه وژلي او ۱۴ نور ټپیان دي


د کابل ښار د نن ورځې د چاودنې انځور
د کابل ښار د نن ورځې د چاودنې انځور

کابل ښار کې موټر بمب چاودنې ۷ تنه وژلي او ۱۴ نور ټپیان دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وايي چې نن سهار شااوخوا ۰۷:۲۵ دقیقې د کابل ښار د ۱۵مې حوزې د "قسیم" سړک په سیمه کې ټونس موټر چاودنه کړې ده.

ښاغلی رحیمي زیاتوي چې د دغه موټر بمب هدف "ګاردا ورلډ" بهرنۍ امنیتي کمپنۍ لندکروزر موټر و.

د ښاغلي رحیمي په وینا د دغې چاودنې په ۱۴ تنه ټپیانو کې د یادې کمپنۍ ۴ بهرني کارکوونکي هم شامل دي.

ښاغلی رحیمي وايي ماشومان هم د دغې پېښې د مړو او ټپيانو په ډله کې دي او د "ګاردا ورلډ" بهرنۍ امنیتي کمپنۍ یو موټر او د ملکي کسانو دوه موټرونه هم ویجاړ شوي دي.

تر اوسه د دغې چاودنې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې د کابل د نن ورځې په موټر بمب حمله کې لاس لرل رد کړل او وايي چې دا حمله په دوی پورې اړه نه‌لري.

XS
SM
MD
LG