د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

سیاسي کارپوه احمد وحید مژده په کابل کې ناپېژاندو وسله والو وواژه


سیاسي کارپوه احمد وحید مژده
سیاسي کارپوه احمد وحید مژده

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، سیاسي کارپوه احمد وحید مژده نن ماښام د ناپېژاندو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

ددغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، نوموړی نن (عقرب/لړم ۲۹مه) په داسې حال کې چې د لمانځه ادا کولو لپاره د مسجد پر لور روان و، د موټر سایکل سپرو له خوا د کابل په دارلامان سیمه کې په نښه شو.

ښاغلي رحیمي ویلي چې موضوع د پولیسو تر تعقیب لاندې ده، خو تراوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

احمد وحید مژده سیاسي کارپوه او د طالبانو د رژیم پخوانی چارواکی و. د طالبانو له رژیم ړنګېدو راهیسې نوموړي په کابل کې ژوند کاوه.

هېچا د ښاغلي مژده د وژلو مسئولیت نه دی منلی.

وحید مژده په ۱۳۳۲ کال کې د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې زېږېدلی و او د کابل پوهنتون په اقتصاد پوهنځي کې یې د لیسانس تر کچې لوړې زده کړې کړې وې.

هغه د برهان الدین رباني د حکومت پرمهال په بهرنیو چارو وزارت کې دنده ترسره کړه او د طالبانو رژیم پرمهال یې پنځه کاله په همدې وزارت کې کار ته دوام ورکړ.

هغه د افغانستان او د طالبانو پنځه کاله واکمني په نوم یو کتاب هم لیکلی دی.

XS
SM
MD
LG