د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

د ولسي جرګې ځینو وکیلانو د ټاکنو د پایلو پر اعلانېدو او نورو پر روڼوالي ټینګار وکړ


د افغانستان ولسي جرګه
د افغانستان ولسي جرګه

د ولسي جرګې د شنبې ورځې (قوس دویمه) په ازاد بحث کې ځینو وکیلانو د ټاکنو له کمېسیون څخه وغوښتل چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پایلې ژر اعلان کړي، خو شمېر نورو بیا د پروسې پر شفافیت ټینګار کاوه.

د دغې جرګې لومړی مرستیال امیرخان یار چې نن یې د جرګې د غونډې مشري کوله وویل، د رأیو د پایلو بیا بیا ځنډ به د هېواد سیاسي او اقتصادي وضعیت نور هم کړکېچن کړي.

ښاغلي یار زیاته کړه: "د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دې ژر د انتخاباتو پایلې اعلان کړي، هر څوک چې د انتخاباتو کمېسیون بریالی اعلان کړي، باید ټول سیاستوال یې قبول کړي."

خو ځینو نورو وکیلانو بیا د ټاکنو پروسې پر روڼوالي ټینګار کاوه او ویل یې چې پایلې باید د پاکو رأیو پر اساس اعلان شي.

تراوسه په ۲۳ ولایتونو کې د رأیو د تفتیش او بیا شمېرنې پروسه بشپړه شوې او په هلمند، کابل، کندهار او ننګرهار کې روانه ده چې ممکن د نن ورځې تر پایه به له دې ډلې په دوو ولایتونو کې کې دغه بهیر بشپړ شي.

د دې لپاره چې دغه کمېسیون د تېرو ولسمشریزو انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړي، باید په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د هغو محلونو د رأیو بیاشمېرنه او تفتیش بشپړ کړي چې تقلبي رأیې په کې کارېدلي دي.

خو په اوو ولایتونو پنجشیر، فاریاب، جوزجان، سرپل، بغلان، تخار او بدخشان کې معترضو کاندیدانو د ټاکنو ولایتي دفترونو دروازې تړلې دي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله وايي تر بیاشمېرنې وړاندې، باید "پاکې او ناپاکې رأیې" سره بېلې کړای شي، د هر محل د معتبرو رأیو شمېر معلوم او تقلبي رأیې باطلې شي. دغه ډله ۳۰۰ زره رأیې په شرایطو برابرې نه بولي او د باطلېدو غوښتنه یې لري.

د ټاکنو کمېسیون ویاند ذبیح سادات ازادي راډیو ته وویل، دوی په دغو ولایتونو کې د رأیو بیا شمېرنې پیلېدو لپاره له انتخاباتي ټیمونو سره په خبرو بوخت دي.

ښاغلي سادات وویل: "د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رهبري همدا اوس د اړوندو انتخاباتي ټیمونو له استازو سره او دغه شان په اړوندو ولایتونیو کې د دوی له مسئولینو سره په خبرو بوخته ده، تر څو وتوانیږو دوی ته قناعت ورکړو، د بیا شمېرنې پروسه پيل شي، او د رأیو پایلې اعلان کړو."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست د انتخاباتو د پایلو اعلان دوه نېټې نقض کړي او تېره اوونۍ یې ازادي راډیو ته ویلي وه چې راروانه اوونۍ کې به لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

تراوسه د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان دوه ځلې ځنډېدلی او لا هم په دې پورې تړلې چې د رأیو بیاشمېرنه او تفتیش بشپړ شي، هغه بهیر چې څرګنده نه ده څومره نور وخت به ونیسي.

XS
SM
MD
LG