د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

د رأیو د بیاشمېرنې پر بېرته پیلېدو د ټاکنو د څارونکو بنسټونو نیوکه


د ټاکنو کمېسیون کې د رأیو بیاشمېرنې لپاره د موادو بسته بندۍ بهیر
د ټاکنو کمېسیون کې د رأیو بیاشمېرنې لپاره د موادو بسته بندۍ بهیر

پر انتخاباتو یو شمېر څارونکي بنسټونه وایي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دوی ته له قناعت ورکولو پرته د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر پیل کړی دی.

د افغانستان د انتخاباتو د څار بنسټ (اېتوا) وایي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رأیو بیا شمېرنې او تفتیش پروسه د یوه منظم پلان له درلودلو پرته پیل کړې ده.

د دغه بنسټ اجرأیوي مشر حبیب الله شینواري د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته په دې اړه وویل:

"ستونزه دا ده چې کمېسیون څو مهم کارونه نه دي کړي، یو خو یې په دغه پروسه کې د ۲۴۳۲ محلونو د حسابولو په اړه نوماندانو ته قناعت نه دی ورکړی. دویم د افغانستان خلکو ته یې د بیومټریک شویو رأیو د شمېر په اړه معلومات نه دي ورکړي. کمېسیون د کمزوري مدیریت له کبله تر اوسه د لومړنیو پایلو د نېټې د اعلان په اړه پلان نه لري، له بده مرغه موږ د حل لارې په لوري نه بلکې د کړکېچ په لور روان یو".

ښاغلی شینواری وایي، دغه کمېسیون دې ژر تر ژره له خلکو سره د انتخاباتو پروسې د شفافیت لپاره اړین او ټول مهم معلومات، شریک کړي.

کندز کې د رأیو بیاشمېرنې بهیر
کندز کې د رأیو بیاشمېرنې بهیر

له دې سره د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ (فیفا) وایي، د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش پیل شوې پروسه به مخکینۍ ستونزې حل نشي کړای.

د دغه بنسټ سرپرست محمد نعیم اصغري وویل: "کمېسیون باید د هغو ۳۰۰ زرو رأیو په اړه رسنیو او څارونکو بنسټونو ته معلومات ورکړي وای، او د طرفینو قناعت یې ترلاسه کړی او بیا یې دا پروسه په پیل کړې وای، خو کمېسیون د څارونکو بنسټونو او رسنیو له حضور پرته دا پروسه یې پیل کړه".

ښاغلی اصغري وايي، د انتخاباتو کمېسیون باید ژر تر ژره د درې سوو زرو رأیو په اړه خلکو، څارونکو بنسټونو او انتخاباتي ټیمونو ته معلومات ورکړي.

د انتخاباتو کمېسیون له لوري د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش پروسه ځکه وځنډول شوه چې د ولسمشرۍ یو شمېر نوماندانو یې په اړه اعتراض درلود او په بېلابېلو ولایتونو کې یې دغه بهیر تحریم کړ.

دغه بهیر له پنځه ورځني ځنډ وروسته پرون بیا پیل شو چې لا یې هم پر وړاندې اعتراضونه روان دي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویاند ذبیح سادات ذبیح سادات وايي، دوی د بیا شمېرنې د بهیر تر بیا پیل دمخه، په دې اړه غونډو او بحثونو کې کافي معلومات وړاندې کړي او د اعتراض کوونکو اندېښنو ته ځواب ویل شوی دی.

هغه وویل: "موږ ټولو هغو بنسټونو ته چې ورسره اندېښنه وه، بلنه مو ورکړې وه چې په دې پروسه کې له موږ سره ګډون ولري او د ډېریو سیاسي ګوندونو او نوماندانو استازي راغلي هم وو، موږ ټولو ته پرېزنټېشنونه ورکړي او تیاره اړخونه مو ورته روښانه کړي، او د همکارۍ غوښتنه مو ورنه وکړه."

د ښاغلي سادات په خبره، دا مهال د هېواد په لسو ولایتونو کې د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش پروسه بشپړه شوه.

XS
SM
MD
LG