د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

"د ټاکنو ورځې وړاندې او وروسته له ۱۰۰ زرو ډېرو د کارول شویو رایو برخلیک"


د همدغو رایو د بیا شمېرنې پر سر د انتخاباتو کمېسیون او یو شمېر انتخاباتي ټیکټونو ترمنځ اختلافونو رامنځته شوي.
د همدغو رایو د بیا شمېرنې پر سر د انتخاباتو کمېسیون او یو شمېر انتخاباتي ټیکټونو ترمنځ اختلافونو رامنځته شوي.

۱ سلو ۲ زره رایې چې د ولسمشرۍ انتخاباتو ورځې څخه وړاندې او وروسته کارول شوې وې له کوم برخلیک سره مخامخ کیږي؟

د همدغو رایو د بیا شمېرنې پر سر د انتخاباتو کمېسیون او یو شمېر انتخاباتي ټیکټونو ترمنځ اختلافونو رامنځته شوي.

سر له دې چې، د یو شمېر انتخاباتي ټیکټونو انتقادونه وه خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ۱ سلو ۲ زره رایو چې، د انتخاباتو د ورځې څخه وړاندې او وروسته کارول شوي وې د بیا شمرنې لړۍ پیل کړی.

هغه اسناد چې انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رسنیو په واک کې ورکړي په کې ویل شوې چې، دغه رايې په جنورۍ، سپټمبر، اکټوبر او نومبر میاشتو کې کارول شوي دي.

په داسې حال چې، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون طرزالعمل او لوایح د هغو رایو په اړه چې، د انتخاباتو د ورځې څخه وړاندې او وروسته کارول شوي دي روښانه ده او هغه یې د اعتبار وړ نه دي ګنلي خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې، ددې رایو د محلونو بایومتیریک دستګاوې ستونزې درلودې او د ارزونې وروسته دغه رای باید بیا وشمېرل او په اړه یې تصیم ونیول شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د دغه ۱سلو ۲ زره اختلافي رایو څخه ۴۷ زره یې د انتخاباتو د ورځې څخه وړاندې او ۵۴ زره یې د انتخاباتو ورځې څخه وروسته کارول شوي

د کمېسیون په خبره، چې د درمالوک کمپنۍ د یو لیک په وسیله ورته ویلي، د رایو د کارولو وخت نشي تضمین کولای نو په همدې دلیل کمیسیون وایي کارول شوې رايې د ۳۴ ولایتونو پورې اړه لري او باید وارزول شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یو ویاند میزار محمد حق پرست ازادي راډیو ته وویل، د درمالوک کمپنۍ د راپور پر بنسټ د یو شمېر بایومتریک دستګاو د وخت تنظیمات له ستونزو سره مخ شوي وه چې، د کمېسیون کارکونکو لخواه یې تنظمات غلط برابر شوي دي.

نوموړی وايي چې، دغه رايې به د څارونکو او نوماندانو د استازو پر وړاندې وارزول شي او له هغې ورسته به د بایومټریک دستګاو له معلوماتو سره سر ورکړل شي.

هغه زیاتوي: "مو هغه پاڼو ته چې، په فزیکي ډول په صندوقونو کې دي مخ کوو، هغه کیو ار، رايې پاڼو د رای ورکونکو لیست ته چې، د انتخاباتو د ورځې څخه وړاندې هیڅ چاته نه دی ورکړل شوي مراجع کوو. "

ښاغلی حق پرست وايي، کمېسیون ته پرته له بایومتریک رایو څخه چې د تفتیش له پروسې څخه وروسته ترلاسه کیږي نورې رایې د اعتبار وړ نه دي.

خو د کمېسیون دې وضاحت ته یو شمېرانتخاباتي ټیکټونه د درغلیو د پټلو عنوان ورکوي.

د ډاکټرعبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنۍ ټیم غړي نور رحمان اخلاقي چې دغه بهیر تحریم کړی وايي، که کوم کارکونکې په دې برخه کې تیروتنه کړي وي د طرز العمل له مخې باید رایې باطل اعلان شي.

ښاغلي اخلاقي ازادي راډيو ته وویل: "د کارکونکي غلطي هغه بهانه ده چې، کمېسیون یې وړاندې کوي تر څو تقلبي رایو ته مشروعیت ورکړي، که څه هم یو کارکونکې یو یا څو ځلې غلطي کړي وي، طرز العمل په دې برخه کې روښانه دی چې رایې باید باطلې شی او کارکونکی باید تر څیړنې لاندې ونیول شي. "

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیز ډلې غړی فیض الله صافی بیا وايي، کمېسیون چئ، د هغه ۱ سلو ۲ زره رایو ته کوم توضیحات ورکوي، پر ته له بهانې بل څه نه دی

هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "دوی غواړي په دغه ډول څرګندونو سره خپلې غلطیانې پټې کړي او ځان له مسولیت خلاص کړي، او د بې اعتباره رایو لپاره د یو لاره پیدا کړي چې د تقلب سره مرسته وکړي. "

له بلې خوا پر انتخاباتو یو شمېر څار بنسټونه بیا ټینګار کوي چې، د هغو ۱ سلو ۲ زره رایو د بیا شمېرنې بهیر باید د ټولو طرفو په خوښه وي تر څو د ټولو خواو قناعت ترلاسه شي.

د افغانستان ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ مشر یوسف رشید په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "نېټه او کیو ار موجود دی خو زموږ لپاره دا مهمه ده چې، په هغه محلاتو کې رایه کارول شوي او کنه؟ د انتخاباتي ټیکټونو څارونکو بنسټونو موندنې په دې برخه کې څه دي؟ "

له دې ټولو سره د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايی، د ۱ سلو ۲ زره ۱۲ رایو چې د بایومټیریک معلوماتو پر بنسټ ترلاسه شوي ۱۳ زره ۹ سو ۴۹ یې په ځانګړي ډول تر ارزونې لاندې نیول کیږي ددې لپاره چې ددې رایو په اړه په بایومتریک دستګاو کې نا منظم معلومات موجود دی .

XS
SM
MD
LG