د ملګرو ملتونو څېړنې ښيي چې د کېمیاوي نشه يي موادو استعمال په نړۍ کې په چټکۍ سره پراخېږي او په نړیوالو مارکېټونو کې یې د نشه يي بوټو ځای نیولی دی.
د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې په تازه راپور کې راغلي، په نړۍ کې د کېمیاوي نشه يي موادو تولید او قاچاق ورځ په ورځ ډېرېږي.
افغانستان کې هم د کیمیاوي نشه يي موادو استعمال ډېر شوی او په تړاو یې تېر کال د نیول شویو کسانو په شمېر کې هم زیاتوالی راغلی.
له ۲۰۱۷ څخه بیا تر ۲۰۱۹ ميلادي کال پورې د کېمیاوي نشه يي موادو د تولید او استعمال په اړه د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په تازه راپور کې راغلي چې کال تر بلې ددغو مواد د تولید کچه لوړه شوې.
د نویو معتادینو ترڅنګ هغو معتادينو هم کېمياوي نشه يي موادو ته مخه کړې چې مخکې يې د نشه يي بوټو محصولات کارول.
د افغانستان د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادۍ راډیو ته وویل، په افغانستان کې د کېمیاوي نشه يي موادو قاچاق ډېر شوی او دولت هم د دې موادو قاچاق کوونکو ته قانوني شرایط سخت کړي دي.
ښاغلي موحد زیاته کړه: "د کېمیاوي نشه يي موادو قاچاق کوونکو ته لوړ قید ۱۶ کاله ټاکل شوی. په دې وروستیو کې په عدلي او قضايي مرکز کې ډېری ثبت شوې پېښې د نشې ګولیو په اړه دي. تېره میاشت مو د ۹ کیلو ګرامو کیمیاوي نشه يي موادو دوسیه هم درلوده."
د هغو تغییراتو له مخې چې په ۱۳۹۷ شمسي کال کې د افغانستان د جزا په کوډ کې راغلل، یو يې دا دی چې د پنځو ګرامو کیمیاوي نشه يي موادو او ګولیو د قاچاق سزا ۹ میاشتې بند او یا ۶۰ زره افغانۍ نقدي جریمه ده.
د افغانستان د عامي روغتیا وزارت څېړنې ښيي چې په ښارونو کې د کېمیاوي نشه يي موادو معتادین د هرې میاشتې په تېرېدو سره ډېرېږي.
ددغه وزارت نشه توکو ته د غوښتنې کمولو رئیس شاه پور یوسف وايي، د کیمیاوي نشه يي موادو معتادین دا مواد په بازارونو کې را نیسي او ځینې یې بیا په ابتدايي ډول په خپلو کورونو کې جوړوي.
ښاغلي یوسف زیاته کړه: "هغه معتادین چې کیمیاوي نشه يي مواد کاروي، هېڅکله درملنې ته زړه نه ښه کوي او د دې موادو ډېری کاروونکي ځوانان او شتمن خلک دي."
له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت پخوانی معین ډاکټر ظفر د دې موادو د خپرېدو اساسي علت د وقایوي پروګرامونو نشتوالی بولي.
ښاغلی ظفر وايي، که وقایوي پروګرامونو ته پام ونه شي، نو معتادین به څو برابره ډېر شي.
نوموړي زیاته کړه: "افغانستان ته د نشه يي موادو تازه او بېلا بېل ډولونه راوړل شوي دي، آن دا چې سړی یې په خپله اشپزخانه کې هم جوړولای شي. که یې مخنیوی و نه شي، نو افغانستان به تر دې هم له ناوړه حالت سره مخ شي."
د هغه په خبره، د عامې روغتیا وزارت مکلف دی چې قوانین عملي کړي او دا کار په سمه توګه وشي، نو افغانستان ته به د دغو موادو راوړل کم شي. "له بده مرغه چې د وقايې په برخه کې سم کار نه کېږي، په داسې حال کې چې وقایوي پروګرامونو ته ډېر ضرورت دی."
هیرویین، ټابلیټ کا، د زیګب په نوم ګولۍ او مفیتامین یا شیشه هغه کېمیاوي مواد دي چې په افغانستان کې یې تر ډېره حده ځوانان استعمالوي.
راپور: مرسلین ارسلا