د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) ویلي، د حقاني شبکې د درېیو غړو انس حقاني، حافظ رشید او مالي خان په خوشې کولو کې د جګړې د قربانیانو اندېښنې په نظر کې نه دي نیول شوي.
د دغه سازمان د اسیا برخې مسوولې پاټریشیا ګاسمن د پنجشنبې په ورځ (عقرب ۳۰مه) ازادي راډيو ته وویل، دا کار د هغو کسانو د معافیت فرهنګ پراخوي چې په افغانستان کې یې جګړه کړې وي.
اغلې ګاسمن وویل: "دا درې کسان په داسې حال کې خوشې شول چې د دوی د حملو له امله د قربانیانو کورنیو اندېښنې په نظر کې نه دي نیول شوي، او نه هم دغو قرباني کورنیو ته دا ډاډ ورکړل شوی چې په راتلونکي کې به د ورته جرایمو مسئول څوک وي؟"
هغې د بندیانو د تبادلې په بهیر کې د قربانیانو او د هغوی د کورنیو له پامه غورځول ناسم کار وباله.
د افغانستان حکومت د عقرب په ۲۸ مه، د طالبانو له لوري د افغانستان د امریکايي پوهنتون دوو برمته شویو استادانو د ازادۍ په بدل کې د حقاني شبکې درې غړې خوشي کړل.
تېره ورځ د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر ولیکل چې د بندیانو تبادله د کابل او واشنګټن د هڅو په پایله کې شوي او دا به د افغانستان کې د جګړې قطع کولو او سولې د ټینګښت لامل شي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر خپل ټویټر له ښاغلي غني مننه کړې او د هغه اقدام یې شجاعانه بللی. ټرمپ زیاته کړې "په دې هېله چې دا ګام د سولې په برخه کې د اوربند په څېر نورو ښو پرمختګونو ته لاره پرانیزې، څو دا اوږده جګړه پای ته ورسیږي."
بل خوا د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون د رسنیو د برخې مسوول ذبیح الله فرهنګ ازادي راډيو ته وویل، که د خلکو اندېښنو ته ځواب ونه ویل شي، رښتینې سولې ته به ونه رسېږو.
ښاغلي فرهنګ وویل: "موږ د دې مسئلې په اړه اندېښمن یو چې دا د معافیت پر فرهنګ بدل نه شي او که موږ دغه فرهنګ ته وده ورکړو، د سزاوو بحث به څنډې ته لاړ شي. موږ په هغه صورت کې رښتینې سولې رسېدلی نه شو چې د قربانیانو کورنیو ته د منلو نه وي."
په داسې حال کې چې د افغانستان او امریکا حکومتي چارواکي له طالبانو سره د زندانیانو وروستۍ تبادلې ته خوشبین دي چې ورسره به تاوتریخوالی کم شي او د سولې چانس به ډېر شي، خو تردې معاملې یوه ورځ وروسته طالبانو په لوګر کې د بهرنیانو یوه هلیکوپټره وویشته او دوه امریکايي عسکر په کې ووژل شول.
د دې ترڅنګ په کندوز ولایت کې هم د افغانستان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې راپور ورکړل شوی چې مسوولیت یې طالبانو منلی دی.