د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

"د شرایطو پوره کېدو پورې به خوشې شوي طالبان قطر کې تر څارنې لاندې وي"


وسله والو طالبانو یو وار بیا په خپل پخواني دریځ ټینګار کړی دی.
وسله والو طالبانو یو وار بیا په خپل پخواني دریځ ټینګار کړی دی.

افغان حکومت وايي د چې خوشې شوي طالب زندانیان به په قطر کې تر هغې څارنې لاندې وي څو د دواړو لوریو ترمنځ ټاکل شوي شرایط نه وي پوره شوي.

افغان حکومت وايي، که څه هم د انس حقاني په ګډون د دغه شبکې د دریو غړو خوشې کول یوه ترخه پرېکړه وه خو د لویو اهدافو په خاطر دا پرېکړه عملي شوه.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې خوشې شوي طالب زندانیان به تر هغې په قطر کې تر نظارت لاندې وي تر څو هغه شرطونه چې افغان حکومت او امریکا له لوري ټاکل شوي پوره شوي نه وي.

هغه زیاتوي: "دغه خوشې طالبان به په قطر کې تر نظارت لاندې وي او هغه شرایط چې افغان حکومت او امریکایانو ټاکلي هغه باید رعایت شي، دا چې دا شرایط څه دی زه يې نه شم ویلی خو مهمه داده چې دوی باید بېرته جګړې ته ستانه نه شي، جګړه ګرمه نه شي په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه راکمه شي او بل اخره جګړه پای ته ورسیږي."

خو وسله والو طالبانو یو وار بیا په خپل پخواني دریځ ټینګار کړی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل تازه ټویټ کې لیکلي دي چې دا تبادله له افغان حکومت سره دکومې معاملې یا د مخامخ بین الافغاني مذاکراتو د پیل په هدف نه ده شوې.

خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د طالبانو وروستی دریځ د سولې په ګټه نه بولي وايي چې افغان حکومت سولې ته د رسېدو په هدف یوه سخته پرېکړه وکړه طالبان هم باید جګړه بس کړي.

د ولسمشر ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشر ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي

ښاغلی صدیقي وايي د سولې له رامنځته شوې فرصته باید په سمه توګه ګټل واخیستل شي خو که طالبان جګړه غواړي نو افغان امنیتي بنسټونه به يې په وړاندې ودریږي.

په همدې حال کې د سولې د عالي شورا د رهبرۍ شورا غړی قاضي محمد امین وقاد وايي چې که طالبان د جګړې په دوام ټینګار کوي نو نړیواله ټولنه به د دغې ډلې په وړاندې جدي دریځ ونیسي.

د سولې د عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد
د سولې د عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد

هغه وویل: "اوس نړیوال ذهنیت دادی چې د دغه درې طالبانو او دوه امریکایانو خوشې کېدل د سولې د مذاکراتو د پیل لپاره یوه ښه مقدمه ده خو که طالبان د جګړې په دوام ټینګار کوي نو دغه ډله به په دې موضوع کې تاواني شي ځکه دوی به په دې کار سره د نړیوال غبرګون سره مخ شي."

د افغانستان د ولسي جرګې منشي محمد کریم اتل هم ورته نظر لري وايي که وسله وال طالبان تر دغه بریالۍ تبادلې وروسته هم جګړې ته دوام ورکړي او بین الافغاني مذاکراتو ته حاضر نه شي پر وړاندې به يې د ښکېلو هېوادنو بې اعتمادي زیاته شي.

اتل زیاته کړه: "بې له شکه چې د جګړې په دوام به طالبان خپل اعتماد او باور له لاسه ورکوي په ځانګړي ډول د سیمې له هغو هېوادونو سره چې د افغانستان د سولې په مسئله کې ښکېل دي نو زه فکر کوم چې په دې صورت کې به د سیمې هيوادونه د طالبانو پر ضد د افغان حکومت ملاتړ کوي."

ولسمشر محمد اشرف غني د لړم يا عقرب پر ٢١ مه، د دغو دوو استادانو د ازادۍ په بدل کې د حقاني شبکې د دريو غړو انس حقاني، مالي خان او حافظ عبدالرشيد د خوشې کېدو اعلان وکړ.

که څه هم دغه تبادله څو ورځې وځنډېده، تر تېره ورځ يې دواړو لوریو د بشپړېدو خبر تائید کړ.

XS
SM
MD
LG