د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۲۰

امریکا نور په لویدیځه غاړه کې یهودي میشت ځایونه غیرقانوني نه بولي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې واشنګټن نور باور نه کوي چې په فلسطیني سیمو کې یهودي میشت ځایونه له نړیوال قانون سره په ټکر کې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې واشنګټن نور باور نه کوي چې په فلسطیني سیمو کې یهودي میشت ځایونه له نړیوال قانون سره په ټکر کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وایي، په لویدیځه غاړه کې د یهودانو میشت ځایونه نور غیرقانوني نه بولي.

د اسراییل صدراعظم د ښاغلي پامپیو د دې څرګندونو هرکلی کړی خو فلسطیني اداره یې په غصه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون (نومبر ۱۸مه) اعلان وکړ چې واشنګټن نور باور نه کوي چې په فلسطیني سیمو کې یهودي میشت ځایونه له نړیوال قانون سره په ټکر کې دي.

د پامپیو دغه څرګندونې ظاهراً د امریکا متحده ایالات له ټولو هېوادونو او د ملګروملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو سره په ټکرکې اچوي او هغه هم په داسې وخت کې چې په اسراییل کې کیڼ اړخی سیاستوال بیني ګنتز هڅه کوي چې صدراعظم بینامین نتانیاهو له مخې لیرې او نوی حکومت جوړکړي.

ښاغلی نتانیاهو چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ نژدې متحد دی.

پامپیو پرون په واشنګټن کې په یوه خبرې کنفرانس کې وویل، وروسته له هغې چې د دغې مسئلي ټول قانوني اړخونه یې دقیق مطالعه کړل، امریکا دې نتیجې ته ورسیده چې په لویدیځه غاړه کې د ملکي وګړو لپاره د اسراییل د میشت ځایونو جوړول له کوم دلیل پرته له نړیوال قانون سره په ټکرکې نه دی.

پامپیو زیاته کړه، دا چې دغه د ملکي وګړو میشت ځایونه له نړیوال قانون سره په ټکرکې وبلل شي، دا نور کار نه ورکوي او دا د سولې د پرمخ وړلو په وړاندې خنډ نه شي انګېرل کېدای.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه راز وویل چې د لویدیځې غاړې موقف باید اسراییل او فلسطینیان دواړه د خبرو له لارې حل کړي.

د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې د امریکا پالیسي تراوسه پر هغې قانوني نظریې ولاړه وه چې په ۱۹۷۸ کال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت جوړه کړې وه او له مخې یې یوه لسیزه مخکې د اسراییل له خوا اشغال شوې فلسطیني سیمې له نړیوال قانون سره په ټکر کې بللې.

د اسراییل صدراعظم بینامین نتانیاهو د پامپیو د دې څرګندونو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه وینا یوه تاریخې تیروتنه اصلاح کوي.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې نتانیاهو په یوه بیان کې وویل چې دغه پالیسي د تاریخي حقیقت څرګندونه کوي او هغه دا چې په یهودا او سامارا کې یهودان بهرني استعمارګر نه دي. په انجیل کې لویدیځه غاړه په دغه نوم یادیږي.

خو فلسطیني ادارې د مایک پامپیو پر دغو څرګندونو انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د امریکا د پالیسۍ دغه بدلون بشپړ له نړیوال قانون سره په ټکر کې دی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG