د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۵۸

یوناما یو ځل بیا غوښتي څو پر مولانا عبدالله لګېدلي تورونه وارزول شي


یوناما د ټاکنو کمېسیون ته په استولي لیک کې ښاغلی عبدالله تورن کړی چې د دغه کمېسیون د ډیټابېس مدیر یې په مرګ ګواښلی او د هغه قوم او مذهب ته یې سپکاوی کړی، خو هغه دا تور رد کړی.
یوناما د ټاکنو کمېسیون ته په استولي لیک کې ښاغلی عبدالله تورن کړی چې د دغه کمېسیون د ډیټابېس مدیر یې په مرګ ګواښلی او د هغه قوم او مذهب ته یې سپکاوی کړی، خو هغه دا تور رد کړی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت (یوناما) تمه ښودلې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغه کمېسیون پر کمېشنر مولانا محمد عبدالله لګېدلي تورونه په بشپړه او عادلانه توګه وارزوي.

یوناما د چهارشنبې په ورځ (نومبر ۱۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دوی تمه لري چې کمېسیون به په دې اړه خپلې موندنې پر وخت په ډاګه کړي.​

د یوناما مشر تدامیچې یاماموتو په یوه لیک کې چې د نومبر په ۱۰مه‌یې د ټاکنو کمېسیون رئیسې ته استولی، ښاغلی عبدالله تورن کړی چې د دغه کمېسیون د ډېټابېس مدیر بشیر علي یې په مرګ ګواښلی او د هغه قوم او مذهب ته‌یې سپکاوی کړی.

د یوناما په لیک کې د کمېشنر مولانا محمد عبدالله چلند نا مناسب او د افغانستان د ټاکنو له قانون سره په ټکر کې بلل شوی.

یوناما په خپلې اعلامیه کې دا هم دا اندېښنې وړ مسئله بللې چې دغه لیک رسنیو ته لار ومونده او په وینا یې د ځینو هغو کسانو له‌خوا سیاسي شو چې غوښتل‌یې د دغه لیک متن ناسم وکاروي.

خو مولانا عبدالله پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په دې اړه‌يې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي ته یو لیک استولی دی.

خو مولانا عبدالله پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د هېڅ‌چا قوم ته‌یې سپکاوی نه‌دی کړی، نه‌یې ځان ته دا حق ورکړی چې څوک په مرګ وګواښي.
خو مولانا عبدالله پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د هېڅ‌چا قوم ته‌یې سپکاوی نه‌دی کړی، نه‌یې ځان ته دا حق ورکړی چې څوک په مرګ وګواښي.

نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د هېڅ‌چا قوم ته‌یې سپکاوی نه‌دی کړی، نه‌یې ځان ته دا حق ورکړی چې څوک په مرګ وګواښي. ښاغلي عبدالله ټینګار کړی چې د دغې موضوع د قانوني څېړنې غوښتونکی دی.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دمخه تر دې ویلي وو، په دې اړه به څېړنې وکړي او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي لیک به ځواب کړي.

خو تر اوسه څرګنده نه‌ده چې کمېسیون پر خپل یو کمېشنر د یوناما د مشر له‌خوا د لګېدلو جدي تورونو په اړه کومه پرېکړه یا څېړنه وکړه او کنه.

XS
SM
MD
LG