د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۷

ذبیح سادات: یوناما له مولانا عبدالله شکایت کړی


د ټاکنو کمېسیون ویاند ذبیح‌الله سادات
د ټاکنو کمېسیون ویاند ذبیح‌الله سادات

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تأییدوي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت (یوناما) له‌خوا د دغه کمېسیون د یوه غړي مولانا محمد عبدالله د بد سلوک په اړه‌یې یو لیک ترلاسه کړی دی.

د دغه کمېسیون چارواکي وايي، د لیک د محتوا په رڼا کې به هم په خپله کمېسیون کې دننه اجراات وشي او هم به په دې اړه یوناما ته چې د افغانستان د انتخاباتو د بهیر ستره مرستندویه ده، بېرته ځواب ورکړي.

یوناما په دغه لیک کې له کمېسیونه غوښتنه کړې چې له مولانا عبدالله سره دې چې په یوه غونډه کې د کمېسیون یو بل چارواکی ګواښلی و، قانوني چلند وکړي.

په دې اړه نوریاس نوري د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له ویاند ذبیح سادات سره مرکه کړې.

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ!

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:12 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG