د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ لړم ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۱۰

د اروپايي پارلمان یو شمېر غړي د هند تر کنټرول لاندې کشمیر ته تللي


د هند حکومت له شااوخوا درېیو میاشتو راهیسې له هغه مهاله چې د کشمیر ځانګړي اختیارات‌یې بېرته ترې اخیستی، په سیمه کې سخت مقررات وضع کړي.

د اروپايي پارلمان یو شمېر غړي د هند تر کنټرول لاندې کشمیر څخه لیدنه کوي.

دا له هغه مهال راهیسې چې د هند حکومت د کشمیر ادارې ځانګړي اختیارات لغوه کړل او په سیمه کې یې سخت مقررات وضع کړل، لومړی ځل دی چې نوې ډېلي اجازه ورکوي دې سیمې ته یو بهرنی پلاوی لاړ شي.

د اروپايي پارلمان د غړو دغه پلاوی نن (اکټوبر ۲۹مه) د هند تر کنټرول لاندې کشمیر ته ورسېد.

د هند حکومت له شااوخوا درېیو میاشتو راهیسې له هغه مهاله چې د کشمیر د کورواکۍ ځانګړی موقف‌یې بېرته اخیستی، په سیمه کې سخت مقررات وضع کړي. په دې کې ګرځ‌بندیز او پر لویو غونډو او ټولنیزو شبکو محدودیت شامل دي، خو په دې وروستیو کې یې دغه وضعیت یو څه نرم کړی دی.

نوې ډېلي د ملګرو ملتونو ځانګړو رپورټرانو، د امریکا د کانګرس غړو او بهرنیو خبریالانو ته سیمې ته د ورتګ اجازه نه‌وه، ورکړې.

د اروپا د پارلمان دغه غړي به په سرېنګر کې د حکومت او پوځ له چارواکو سره وګوري. دغو غړو ویلي چې دا سفر یې غیر رسمي دی او هغه په انفرادي توګه سرته رسوي.

د هند د صدراعظم نرېندرا مودي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کتنه به دې پلاوي ته د سیمې یو روښانه تصویر ورکړي چې هلته څه تېرېږي او په دې سیمه کې د حکومت لومړیتوبونه څه دي.

د اروپا د پارلمان دغه غړي له سرېنګر څخه داسې مهال لیدنه کوي چې ټاکل شوې د هند صدراعظم نرېندرا مودي هم له کشمیر څخه لیدنه وکړي.

سیمې ته د اروپا د پارلمان د غړو د سفر په غبرګون کې د کشمیر پخوانۍ اعلا وزیرې محبوبه مفتي ویلي، هیله‌منده ده چې دغه سفر د دې څرګندونه وکړي چې په کشمیر کې هغه سخت مقررات چې د هند حکومت لګولي و او له نورې نړۍ سره‌یې د دې سیمې ارتباط شلولی و، لیرې شوي دي.

کشمیر چې د هند او پاکستان ترمنځ وېشل شوی، د دواړو هېوادونو ترمنځ له ۱۹۴۷ کال راهیسې یوه تر ټولو لانجمنه مسئله ده.

دواړو هېوادونو تر اوسه په خپلو کې درې جګړې کړي چې دوه‌یې د کشمیر پر سر وې.

XS
SM
MD
LG