د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

په پاکستان کې زلزلې ۲۳ کسان مړه او سلګونه نور ټپیان کړي


د زلزلې ډېر شدت د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې و او ډېر مالي او ځاني زیان‌یې هم همدغې سیمه کې خلکو ته اړولی دی.
د زلزلې ډېر شدت د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې و او ډېر مالي او ځاني زیان‌یې هم همدغې سیمه کې خلکو ته اړولی دی.

پاکستاني چارواکو ویلي چې په دغه هېواد کې د سې شنبې ورځې شدیدې زلزلې لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه او سلګونه نور ټپیان کړي دي.

زلزلې پرون (سپټمبر ۲۴مه) د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په ګډون پلازمېنه اسلام‌اباد، لاهور، جهلم، خېبر پښتونخوا، سوات او ځینې نورې سیمې ولړزولې.

د پاکستان د هوا پېژندنې د ادارې مشر محمد ریاض له فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي، د زلزلې ډېر شدت په کشمیر کې و او ډېر مالي او ځاني زیان‌یې هم همدغه سیمه کې خلکو ته اړولی دی.

د ریاض په خبره، د زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۵،۸ درجې و او مرکز یې په ځمکه کې ۱۰ کیلومتره ژور و.

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې یوه جګپوړي پولیس چارواکي سردار ګلفراز خان رسنیو سره په خبرو کې تأیید کړه چې زلزلې یوازې په دغې سیمه کې ۲۳ کسان مړه او تر ۳۰۰ ډېر ټپیان کړي دي.

ټپيان د درملنې لپاره روغتونونو ته وړل شوي، خو چارواکي د ګڼ شمېر ټپیانو حالت مرګونی بولي او اندېښنه ښيي چې ښايي د مړو شمېر لوړ شي.

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې چارواکو تأیید کړې چې زلزلې یوازې په دغې سیمه کې ۲۳ کسانو مړه او تر ۳۰۰ ډېر ټپیان کړي.
د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې چارواکو تأیید کړې چې زلزلې یوازې په دغې سیمه کې ۲۳ کسانو مړه او تر ۳۰۰ ډېر ټپیان کړي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان په دغه هېواد کې د زلزلې له امله پر اوښتي ځاني زیان خواشیني ښودلې ده.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې تر دې مخکې د ۲۰۰۵ میلادي کال په اکټوبر کې هم شدیده زلزله شوې وه چې پر دې سیمې سربېره‌یې د خېبر پښتونخوا ګڼې سیمې هم وځپلې او زرګونه کسانو ته‌یې مرګ ژوبله واړوله.

XS
SM
MD
LG