د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

تازه کړکېچ؛ هند او پاکستان یو بل ته د ځاني زیان اړولو ادعا کوي


هندي ځواکونه
هندي ځواکونه

د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د ملکیانو په شمول دواړو خواو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کشمیر په لانجمنه سیمه کې پاکستاني او هندي عسکرو په یو بل ډزې کړې دي.

دا تازه کړکېچ له وړمې ورځې یعنې له شنبې پیل شوی دی.

د هند د پوځ لوی درستیز جنرال بپین راوټ پرون یکشنبه په نوې ډهلي کې خبریالانو ته وویل چې هندي سرتېرو پاکستاني پوځیان او هغه وسله‌وال په نښه کړي چې د دوی په خاوره‌یې بریدونه کول.

هندي سرتېری
هندي سرتېری

ده وویل: "موږ ته د رارسېدلو خبرونو له مخې پاکستاني پوځیانو او په کمپونو کې ترهګرو ته سخت زیان اوښتی، تر اوسه پورې له شپږو تر ۱۰ پورې پاکستاني پوځیان وژل شوي او تقریباً په همدې شمېر ترهګر هم له‌منځه تللي، د ترهګرو د مرګ ژوبلې نور خبرونه هم رارسېدلي، خو دا په یقین ویلی شو چې د ترهګرو درې کمپونه مو ویجاړ کړي او څلورم مو هم زیانمن کړی، که پاکستان همداسې چلند جاري وساتي موږ به هم راتلونکي کې همداسې ځواب ورکوو."

هند تور لګوي چې پاکستاني پوځیان وسله‌والو ته لار ورکوي څو د هند پر خاوره بریدونه وکړي.

د هند د پوځ د مطبوعاتو څانګې د فرانسې خبري اژانس ته تأیید کړې چې د کشمیر په کوپواره غرنۍ سیمه کې دوه عسکر او یو ملکي کس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د پاکستان پوځ بیا د اوسنیو تازه نښتو ملامتیا په هندي عسکرو اچوي چې په خبره‌یې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې یې په ملکیانو باندې بریدونه کړي.

د پوځ ویاند جنرال اصف غفور په خپل ټویټر لیکلي چې په جوره، شاهکوټ او نوشهرې کې هندي عسکرو په ملکیانو بریدونه کړي، یو پاکستانی عسکر او شپږ ملکیان‌یې وژلي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور
د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور

ده دا هم ویلي چې پاکستاني پوځيانو په ځواب کې نهه هندي عسکر وژلي او د هغوی دوه سنګرونه‌یې له‌منځه وړي دي.

هند او پاکستان د کشمیر د لانجې پر سر څو واره جګړه کړې او سږ کال‌یې د همدغو کړکېچونو په اوج کې د یو بل خاورې هم بمبار کړلې.

د کشمیر کړکېچ وروسته له هغه یو وار بیا زور واخیست چې د هند حکومت د اګسټ په پنځمه د هندي کشمیر کورواکي ورختمه کړه او دغه کار نه‌یوازې په هندي کشمیر، بلکې په پاکستان او بنګله‌دېش کې هم د خلکو او د پاکستاني چارواکو تُند غبرګون وپاراوه.

دوو ګاونډي هېوادونو هند او پاکستان داسې وخت بیا په یو بل بریدونه کړي چې د امریکا متحده ایالاتو د خبرو له لارې د لانجو په هواري ټینګار کړی و.

XS
SM
MD
LG