د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

د ارزګان ګېزاب ولسوالۍ کې جګړه؛ "لسګونه دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې"


د ارزګان مرستیال والي وايي، د ګېزاب په جګړه کې لسګونه دولتي سرتېرو او تر سلو ډېرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ارزګان مرستیال والي وايي، د ګېزاب په جګړه کې لسګونه دولتي سرتېرو او تر سلو ډېرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان په جنوب کې د ارزګان سیمه‌ییزې سرچینې وايي، له تېرو دوو ورځو راهیسې په ګېزاب ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.

ځایي چارواکي وايي، سلګونه طالبان له نورو ولایتونو ګېزاب ته ورغلي او د ولسوالۍ د نیولو هڅه کوي. ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي خبرداری ورکوي که ګېزاب ته اضافي سرتېري ونه‌لېږل شي، ولسوالۍ به سقوط وکړي.

د ارزګان مرستیال والي سید محمد سعادت ناصري نن ازادي راډيو ته وویل، د ګېزاب په جګړه کې لسګونه دولتي سرتېرو او تر سلو ډېرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلی ناصري وايي: "شپږ کمانډویان شهیدان شوي او ۷ کمانډو او د ملي اردو سرتېري ټپیان شوي دي. دوه د ملي اردو او ۲۵ ملي او محلي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده."

هغه وویل، یو شمېر دولتي سرتېري طالبانو له ځان سره وړي دي.

ښاغلي ناصري وویل چې ګېزاب ته د ۲۰۱۵ اتل قول اردو د قوماندان په ګډون ګڼ شمېر لوړپوړي چارواکي او ځواکونه تللي او ډېر ژر به وضعیت کنټرول شي.

په ولسي جرګه کې د ارزګان ولایت د خلکو استازی قدرت‌الله رحيمي بیا وايي چې د ګېزاب په جګړه کې تر ۳۰ امنیتي سرتېري وژل شوي او د ټپیانو او بې‌درکه سرتېرو شمېر لا نه‌دی څرګند.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه: "په ولسوالۍ کې وضعیت خراب دی، خلک په بد حالت کې دي. که اضافي سرتېري ورونه‌رسېږي، ولسوالۍ به سقوط شي؛ خو هڅه کوو امنیتي چارواکي توجه زیاته کړي."

په ورته وخت کې یوې دولتي باوري سرچینې ازادي راډیو ته وویل، په ګېزاب ولسوالۍ کې ‍۱۵ کمانډو سرتېري له وسلو او مهماتو سره بې‌درکه دي.

طالبان بیا د ګېزاب په جګړه کې د لسګونه دولتي سرتېرو د وژلو ادعا کوي.

XS
SM
MD
LG