د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۵۹

د ارزګان پر ګیزاب ولسوالۍ برید؛ پنځو امنیتي پوستو سقوط کړی

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي د ارزګان د ګیزاب ولسوالۍ د ۵ امنیتي پوستو د سقوط خبر ورکوي او وایي چې یادو پوستو تر درنې جګړې وروسته سقوط کړی دی.

د دغه ولایت د والي ویاند زړګي عبادي نن جمعه ازادي راډيو ته وویل، تېره شپه سلګونه وسله والو طالبانو د ګیزاب ولسوالۍ اړوند د نېک اباد بازار سیمه کې پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې پرمهال یې په یاد سیمه کې ۵ امنیتي پوستې سقوط شوې دي.

دی وايي، د یادې جګړې پرمهال افغان سرتېرو او وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه یې کره معلومات نه لري.

عبادي وايي، ولسوالۍ ته همدا اوس اضافي ځواکونونه د حرکت په حال کې دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري هم هلته جګړه مني، خو دا نه مني چې امنیتي پوستو دې سقوط کړی وي.

د ارزګان امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري
د ارزګان امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري

دی وايي، د روانې جګړې پرمهال یو ملي پولیس او ۱۹ طالبان وژل شوي او ۴ ملي پولیس ټپیان شوي دي.

د ولسوالۍ ځایي امنیتي چارواکي بیا وايي چې دغلته ۶ امنیتي پوستو سقوط کړی.

پر دغې ولسوالۍ د امنیتي پوستو قوماندان شمس الله ازادي راډيو ته وویل چې په ولسوالۍ کې اوس هم درنه جګړه روانه ده او په خبره يې چې که اضافي ځواکونه ور ونه رسېږي نو سقوط به وکړي.

دغه قوماندان وايي، وسله والو طالبانو امنیتي پوستې سوځولي او زیات شمېر مهمات يي هم لاسته ورغلي دي.

دوی دا ونه ویل چې څومره امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل خوا په ولسي جرګ کې د ارزګان ولایت د خلکو استازي قدرت الله رحیمي هم وايي چې که ولسوالۍ ته اضافي ځواکونه ونه رسېږي، نو سقوط به وکړي.

نوموړي له مرکزي ادارې غوښتنه وکړه چې ولسوالۍ ته ژر تر ژر اضافي ځواکونه واستوي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ګیزاب ولسوالۍ چې د ارزګان ولایت د با امنو ولسوالیو څخه ګڼل کېږي، د تېرو درې ورځو راهیسې وسله والو طالبانو چار چاپیره ډله ییز برید ورباندې پیل کړی دی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG