د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۵۶

چارواکي: د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې ۵ پولیس وژل شوي


د ارزګان د مرکز ترینکوټ ښار

د ارزګان ولایت د امینې قوماندانۍ مسؤلین وايي، تېره شپه د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د جګړي پرمهال ۵ پولیس وژل شوي او یو ټپي دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان محمد خطاب خنجري نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې یاد پولیس هغه مهال وژل شوي، کله چې تېره شپه لسکونه وسله والو طالبانو په دره سنجد سیمه کې پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

قوماندان وايي، د یادې جګړي پرمهال وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو وايي چې په اړه یې کره معلومات نه لري.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG