د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

په افغانستان کې مېشت وزیرستاني کډوال بېرته ستنېدو ته بې صبره شوي


په خوست کې وزیرستاني کډوال
په خوست کې وزیرستاني کډوال

په شمالي وزیرستان کې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د طالبانو پر ضد د پاکستان د پوځ عملیاتو زرګونه کسان له وزیرستانه وتلو ته اړ کړل.

بې ځایه شوې کورنۍ د افغانستان په خوست، پکتيا او پکتيکا ولایتونو کې مېشت شوې.

د دغو کډوالو ډېری کسان خپلو سیمو ته بېرته ستانه شوي، خو زرګونه نور يې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په خوست کې وزیرستاني کډوال
په خوست کې وزیرستاني کډوال

له دې ډلې فرید خان د خپل کلي مشر دی او په بې صبرۍ سره غواړي چې په وزیرستان کې خپل کور ته ستون شي.

دی له کلونو راهيسې په خوست کې ګډوال دی.

فرید خان د خپلې کورنۍ د ۲۲ غړو مشري پر غاړه لري.

دی وایي: "حکومت دې موږ ته د غلام خان لاره پرانيزي چې موږ خپلو کورو ته ستانه شو، موږ به وکړای شو چې خپلو کورونو او ځمکو ته لاړ شو او که هلته نشو کولی، نو په بنو او نورو ځایو کې به په د کرايي کورونو او کمپونو کې مېشته شو، همدا زموږ غوښتنه ده."

مولا خان یو بل کډوال دی چې د وزیرستان له دته خېلو خوست ولایت ته کډوال شوی دی.

دی په خپله سیمه کې د ژوند خوږې شېبې په یاد لري چې په شمالي وزیرستان کې يې هوسا ژوند درلود.

خو دی اوس له خپلې مېرمنې، مور، پلار او شپږو کوچنيانو او درېیو وروڼو او د هغوی له کورنیو سره د کډوالۍ ژوند کوي.

په خوست کې وزیرستاني کډوال
په خوست کې وزیرستاني کډوال

خان وايي، په جلا وطنۍ کې يې ژوند له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی.

ده زیاته کړه: "ما هلته ډېر ښه کور درلود، کاروبار مې درلود او ښه ژوند مې و، خو اوس زه خپلې کورنۍ ته په ګرانه ډوډۍ برابروم، موږ ډېرې ستونزې لرو، که کولی شي نو د افغانستان او پاکستان حکومتونه دې همکاري وکړي چې زموږ لپاره دې د غلام خان لاره پرانيزي چې خپلو کورو ته ستانه شو."

د فرید او مولانا کورنۍ له هغو اوو زرو کورنیو څخه دي چې د شمالي وزیرستان له دته خېلو سيمې څخه د ۲۰۱۴ میلادي کال په جون مياشت کې د پاکستان د پوځي عملیاتو په نتيجه کې خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې.

دوی د هغو یو ميلیون وزیرستاني کډوالو برخه وو چې د ضرب عضب په نوم د پاکستان د پوځ عملیاتو له خپلو کورونو بېځایه کړل.

له هغه راهيسي ډېری اوس بېرته خپلو کورو ته ستانه شوي دي، خو اوس هم تر لسو زرو پورې کورنۍ په خوست، پکتيا او پکتيکا ولایتونو کې سترګې په لاره دي چې خپلو کورو ته به د ستنېدو اجازه ورکړل شي.

ډېری په خوست کې د ګلان په نوم د کډوالو په کمپ کې اوسي.

د شمالي وزیرستان چارواکي وايي، دوی ژمن دي چې شااوخوا پنځه زره وزیرستاني کډوال به بېرته په خپله سیمه کې ځای پر ځای کړي.

په خوست کې وزیرستاني کډوال
په خوست کې وزیرستاني کډوال

غني الرحمان په وزیرستان کې د کډوالو ادارې یو کارکوونکی دی چې وايي: "کډوال موږ بېرته په ډېره ستونزمنه توګه راستانه کړل، ځکه دوی ډېرو لېرې پرتو سیمو ته کډوال شوي وو او همداراز په ځینو سیمو کې د بیا رغونې کارونه روان دي، کله چې دا کارونه بشپړ شي، موږ به ژر تر ژره د دوی د بېرته ستنولو کار پیل کړو."

د ناروې د کډوالۍ ادارې شورا د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د وزیرستان د کډوالو راتلونکی بې برخلیکه پاتې دی.

ویل کېږي له دې کمپ سره به مالي مرستې کمې شي، خو د ناروې د کډوالۍ ادارې شورا په وینا، د مرستو کمښت به د شلو زرو کوچنيانو په ګډون اووه زره او پنځه سوه کورنۍ اغېزمنې کړي.

XS
SM
MD
LG