د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

سرچینه: درې ورځې وروسته به د انتخاباتو قسمي پایلې اعلان شي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون کارکوونکي شمېرلو ته رأیو د برابرولو پر مهال.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون کارکوونکي شمېرلو ته رأیو د برابرولو پر مهال.

د افغانستان د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې یوې باوري سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې درې ورځې وروسته به د انتخاباتو قسمي پایلې اعلان شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو لومړنۍ پایلې ته خلک په بې‌صبرۍ انتظار کوي، خو په کمېسیون کې یوه باوري سرچینه وايي چې په راتلونکې یوې اوونۍ کې به اعلان شي.

بل‌خوا د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دارالانشأ رئیس حبیب‌الرحمن ننګ د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د تلې ۲۵» ازادي راډیو ته وویل چې کارونه‌یې نږدې په بشپړېدو دي او لومړنۍ پایلې به ژر اعلان شي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشأ رئیس حبیب‌الرحمن ننګ
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشأ رئیس حبیب‌الرحمن ننګ

ده وویل: "تر ډېره حده مو کارونه بشپړ کړي او هڅه روانه ده چې ډېر ژر د افغانستان خلکو ته قسمي او لومړني نتایج اعلان کړو، د بایومټریک دستګاوو رېزلشیټونه مو سل په سلو کې تکمیل کړي او ډېټا یې سرور ته انتقال شوې ده."

ښاغلی ننګ زیاتوي، له دې وروسته به په سیستم کې پاکې رأیې له ناپاکو رأیو د جلا کېدو پروسه پیلېږي.

که څه هم ښاغلي ننګ د قسمي او لومړنیو پایلو د اعلان د نېټې په اړه معلومات ورنه‌کړل، خو د انتخاباتو په کمېسیون کې سرچینه زیاتوي چې قسمي پایلې به درې ورځې او لومړنۍ پایلې به یوه اوونۍ وروسته اعلان شي.

ټاکل شوې وه چې له انتخاباتي مهالوېش سره سم د جمهوري ریاست د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د میزان په ۲۷مه اعلان شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې له مهالوېش سره سم د کاندیدانو د ملي او نړیوالو څاروونکو د نه‌حضور او سرور (د معلوماتو مرکز) د سست کار له امله شپږ ورځې ضایع شوې دي.

په ورته وخت کې یو شمېر انتخاباتي ټیمونه که څه هم د انتخاباتو د لومړنیو پایلو په ځنډ اعلان سره مخالفت نه‌لري، خو د رأیو په شفافیت ټینګار کوي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د "سولې او اسلامي عدالت" انتخاباتي ټیم غړی همایون جریر ازادي راډیو ته وویل: "موږ ستونزه نه‌لرو چې پایلې یو څه په ځنډ اعلان شي، بلکې رأیې دې ښې تصیفه شي چې د کاندیدانو قناعت حاصل شي، باید موږ ته قناعت راکړل شي چې رأیې پاکې شمېرل شوې دي."

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د میزان په شپږمه وشول او له انتخاباتي مهالوېش سره سم ټاکل شوې وه چې وروستۍ پایلې د عقرب په ۱۶مه اعلان شي.

اوس چې لومړنۍ پایلې ځنډول شوي، معلومه نه‌ده چې وروستۍ پایلې به څومره وځنډول شي؟

XS
SM
MD
LG