د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

سرخط: مسؤلان دې د ترور مخه ونیسي


کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو نن تر ډېره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په وروستیو کارونو او دغه شان له کابل سربېره په ولایتونو کې د هدفي وژنو او ترور په اړه مطالب چاپ کړي دي.

هشت صبح:

هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې په خپله تبصره کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته د یو شمېر بهرنیو هېوادونو د سفیرانو او ډیپلوماتانو د ورتګ مسئله را اخیستې او لیکي، پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونو پر دې لیدنو نیوکه کړې او دا یې پر کمېسیون د بهرنیو هېوادونو فشار بللی دی.

ورځپاڼه لیکي، یوازې تېره اوونۍ کابل کې د څلورو هېوادونو ایران، کاناډا، امریکا او بریتانیا سفیران او استازي کمېسیون ته تللي او د دې بنسټ له مشرانو سره یې کتلي دي.

د ورځپاڼې له قوله، د دې تر خوا د اسیا د سیمه‌ییز ملي ډموکراتیک انسټیټیوټ د رئیس سربېره، د اروپايي ټولنې ۱۱ سفیران او د ناټو د ملکي استازي په ګډون د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته تللي دي.

سرمقاله لیکونکی لیکي، څارونکي بیا بې له دې چې د دې لیدونو د بحثونو له محتوا خبر شي او فکر وکړي چې د ټاکنو په روڼتیا به کوم اغېز ولري که نه، په دې اړه اندېښنه ښودلې.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرلیکنه "پر انتخاباتو خپلواک کمېسیون د باوري فضا جوړېدل به د احتمالۍ درغلۍ مخه ونیسي" عنوان ته ځانګړې کړې او لیکي، یو شمېر نامعلوم هکران غواړي چې د کمېسیون د معلوماتو ملي مرکز هدف وګرځوي، خو په ځلونو یې د برید مخه نیول شوې ده.

سرمقاله لیکونکی زیاتوي، له دې سربېره یو شمېر غیر مشروع تبلیغات هم د کمېسیون پر ضد کېږي چې په لویه کچه یې باور ته زیان ورسوي، خو د ورځپاڼې له قوله، اوس هغه مهال نه دی چې یوازې د غیر سالمو نظریاتو په مطرح کولو سره اذهان مغشوش شي، بلکې کمېسیون په لویه کچه د معتبرو او غیر معتبرو رأیو د جلا کولو پروسه عملي کوي او په دې اړه یې د نړیوالو باور هم را جذب کړی دی.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې بیا خپله سرلیکنه وروستیو ترورونو ته ځانګړې کړې او "مسؤلان دې د ترور مخه ونیسي" تر عنوان لاندې لیکي، په هېواد کې د روانې جګړې له پیل سره هم‌مهاله د وسله‌والو نښتو، بریدونو او چاودنو ترڅنګ، د حکومتي په تېره بیا د امنیتي ادارو کارکوونکي، دیني عالمان، کادرونه او قومي مشران په نښه شول او دې وژنو لا زور اخیستی دی.

ورځپاڼه لیکي، په تېرو درې ورځو کې د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د حکومتي ادارو ځینې کارکوونکي او دیني عالمان په نښه شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، حکومت باید د داشان وژنو او د شخصیتونو د ترور مخه ونیسي، ځکه د ورځپاڼې له قوله، دا خړ سېلاب د یوې لویې بربادۍ لپاره راوتلی دی.

XS
SM
MD
LG