د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر پخواني سکرتر جنرال سید علي رضا اقازاده د پنځو کلونو لپاره بندیز ولګاوه.
فیفا په یوه بیان کې ویلي، ښاغلی اقازاده د نجونو د فوټبال ملي لوبډلې غړو د جنسي ځورونې په مخنیوي او خبر ورکولو کې ناکام شوی دی.
د فوټبال نړیوال فدراسیون ویلي، اقازاده خبر و چې د فدراسیون پخوانی رئیس کرام الدین کریم د ملي لوبډلې له یوشمېر نجونو فوټبالیستانو سره زور زیاتی کوي خو خاموشي یې غوره کړې وه.
فیفا ویلي: "د فیفا د اخلاقي اصولو خپلواکې کمېټې ته په څېړنو کې څرګنده شوې چې د افغانستان د فوټبال د نجونو لوبډلې څو غړو اقازاده ته شکایت کړی و او ادعا یې کړې وه چې پخواني رئيس کرام الدین کریم د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ میلادي کلونوترمنځ په مکرر ډول جنسي زور زیاتی ورسره کړی، په هغه وخت کې اقازاده د فدراسیون د سکرتر جنرال پر چوکۍ کار کاوه."
- کرام الدین کریم د فوټبال په فعالیتونو بند او څه باندې یو ميلیون ډالر جریمه شو
- راپورونه: لويې څارنوالۍ د کرام الدين کريم د نيولو حکم صادر کړ
تر دې مخکې، د افغانستان لویې څارنوالۍ علي رضا اقازاده ممنوع الخروج اعلان کړی و، خو هغه د اسیایي فوټبال د کنفدریشن د اجراييه کمېټې برحاله غړی و.
فیفا پر اقازاده لس زره ډالر جریمه هم لګولې ده.
د ۲۰۱۸ میلادي کال په نومبر میاشت کې د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې یوه مقاله خپره کړه چې په هغه کې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د ملي لوبډلې یوشمېر غړو د فدراسیون مخکنی رئیس کرام الدین کریم او یوشمېر نور مسئولان په جنسي بداخلاقۍ او زور زیاتی تورن کړل.
د دې ادعاوو تر خپرېدو وروسته، فیفا کرام الدین کریم جریمه او ټول عمر له فوټباله منع کړ. د افغانستان ولسمشر وویل چې دا مسئله به جداً وڅېړل شي.
د کرام الدین کریم دوسیه لویې څارنوالۍ کې تر څېړنو لاندې ده، خو دا لا نه ده څرګنده چې څه وخت به محکمې ته ولاړه شي.
خو د افغانستان د فوټبال فدراسیون سرپرست محمد یوسف کارګر پرون (اکټوبر ۱۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې د څارنوالۍ د فعالیت په اړه ډاډ لري.
ښاغلي کارګر وویل چې کارونه يې په منظم ډول روان دي او د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) یې کلک ملاتړکوي.
"د افغانستان په فوټبال فدراسیون کې یو سیسټم رامنځته شوی. یعنې سیسټم کار کوي او کله چې یو چارواکی له دندې لرې شي، په دې معنا نه ده چې د فدراسیون کار ودرېد."
- د کرامالدین کریم مدافع وکیل ادعا لري چې پر مؤکل یې د فیفا بندیزونه روښانه نهدي
- لینزي: د افغان نجونو د فوټبال د غړو د جنسي ځورونې څېړنې ورو مخته ځي
- د بشر حقونو د څار سازمان: افغان حکومت دې د کرام الدین کریم په اړه حکم عملي کړي
ښاغلي کارګر وویل، د نجونو او هلکانو ملي لوبډلو په ۲۰۱۹ میلادي کال کې تر هر بل کال زیات بهرني سفرونه کړي او لوبغاړي په نړیوالو میدانونو کې ښه ولوبېدل.
دافغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د هلکانو د فوټبال ملي لوبډله هڅې کوي چې د فوټبال د نړیوال جام سیالیو ته چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کېږي، لار وباسي.
یوسفر کارګر وویل چې د نجونو ملي لوبډله به د سه شنبې په ورځ د دوستانه مسابقو لپاره کوېټ ته ولاړه شي.
فیفا ویلي چې د افغانستان د نجونو د فوټبال د ملي لوبډلې یوشمېر غړو د ادعاوو څېړنې ته دوام ورکړي.