د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۶

د بشر حقونو د څار سازمان: افغان حکومت دې د کرام الدین کریم په اړه حکم عملي کړي


د افغانستان د فوټبال فدراسیون مخکنی مشر کرام الدین کریم
د افغانستان د فوټبال فدراسیون مخکنی مشر کرام الدین کریم

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ د افغانستان له حکومته په کلکه وغوښتل چې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون پر مخکني مشر کرام الدین کریم چې د ښځینه فوټبالرانو په جنسي ځورونې مجرم پېژندل شوی او د نیولو حکم یې صادر شوی، دغه حکم عملي کړي.

د ښځو په چارو کې د دې سازمان سرپرستې مدیرې هیتربار پرون ازادي راډیو ته وویل چې دغه حکم باید پر دې دوسیه کې پر ټولو نورو دخیلو کسانو هم ډېر ژر عملي شي.

نوموړې تر اوسه په دې برخه کې د افغانستان د حکومت اقدمات کافي ونه بلل او دا چې تر اوسه پورې کرام الدین کریم نه دی نیول شوی، هغه یې د نه منلو وړ وبلل او د افغانستان له لویې څارنوالۍ یې وغوښتل چې له ټولو هغو کسانو سره چې جنسي ځورونې ته یې زمینه برابره کړې، تحقیق وکړي.

دې زیاته کړه: هغه څه چې لویې څارنوالۍ یې باید سرته ورسوي، دا دي چې د دغې قضیې بهیر ګړندی کړي او پر کرام الدین کریم حکم عملي کړي، هغه توقیف او محاکمه کړي، دا به د پرمختګ په معنی وي او هغه به د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د نورو کسانو چې په دغه قضیه کې ښکیل دي، د تعقیب او څېړنو لپاره هم زمینه رامنځته کړې.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ دغه راز د فوټبال له فدراسیون څخه هم وغوښتل چې په دې قضیه کې د ښکېلو تورنو کسانو له ګمارلو او غړیتوب څخه دې ډډه وکړي.

تېر کال د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د پخواني مشر په ګډون د دې ادارې یو شمېر مسؤلین تورن شول چې د افغانستان د فوټبال د ښځینه ټیم غړي یې له هېواده بهر له جنسي پلوه ځورولې دي.

د دې ټیم پخوانۍ مدیرې خالدې پوپل ازادي راډیو ته ویلي چې په دې اړه یې شواهد او اسناد د افغانستان له لویې څارنوالۍ سره شریک کړي دي.

د افغانستان د فوټبال د ښځينه لوبډلې پخوانۍ مدیره خالده پوپل
د افغانستان د فوټبال د ښځينه لوبډلې پخوانۍ مدیره خالده پوپل

لویې څارنوالۍ د څېړنو په نتیجه کې کرام الدین کریم او د دې فدراسیون یو شمېر نور چارواکي له هېواده بهر ممنوع الخروج اعلان کړل.

د فوټبال نړیوال فدراسیون هم کریم د تل لپاره په ملي او نړیواله کچه د فوټبال په تړاو له فعالیتونو منعه کړ.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان عدلي او قضایي ارګانونو دغې قضیې ته لازمه رسېدنه کړې ده.

ده وویل: موږ پر خپلو عدلي او قضایي ارګانونو کاملاً باور لرو چې په دې برخه کې یې کار کړی دی، د دغې قضیې په اړه ډېر کارونه ترسره شوي، ښه ده چې په اړه یې له عدلي او قضایي ارګانونو څخه ځواب ترلاسه کړئ.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي بیا ازادي راډیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې د کرام الدین کریم د نیولو حکم صادر شوی او د ښځینه فوټبالرانو د جنسي ځورنې دوسیه هم محکمې ته وړاندې شوې ده.

د افغانستان امنیتي ځواکونه تر اوسه پورې د کریم په نیولو نه دي بریالي شوي، خو د کورنیو چارو وزارت مخکې ویلې وو چې هڅې یې دوام لري.

XS
SM
MD
LG