د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

معترضان: افغان حکومت دې په ایران کې د خپلو اتباعو له حقونو دفاع وکړي


د افغانستان او ایران بیرغونه
د افغانستان او ایران بیرغونه

د افغانستان د نوي څپرکي ټولنې په کابل کې د ایران سفارت مخې ته په اعتراضیه غونډه کې په هغه هېواد کې له افغانانو سره د ایراني چارواکو ناوړه چلند وغانده.

دغې ټولنې په یوه اعتراضیه غونډه کې په ایران کې له افغان کډوالو سره د ایرانیانو چلند غیر انساني او د دوی په حقونو څرګند تېری وباله.

دغه اعتراضیه غونډه د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ایران سفارت مخې ته جوړه شوې وه.

په کابل کې د ایران سفارت
په کابل کې د ایران سفارت

د افغانستان د نوي څپرکي ټولنې مشر عبدالبصیر رښتیا په دغه غونډه کې د افغانستان له بهرنیو چارو وزارته وغوښتل چې په ایران کې د خپلو اتباعو له حقونو دفاع وکړي.

ده وویل: د دې لپاره دلته راټول شوي یوو چې له ایراني حکومته وپوښتو چې ولې تل په افغانانو باندې ظلمونه کوي او دوی ځوروي؟ د افغانستان له بهرنیو چارو وزارته غواړو چې په بهر کې د افغانانو له حقونو دفاع وکړي او ولې یې د ایران سفیر نه دی راغوښتی او خپل شکایت یې ورته نه دی سپارلی؟

په دغه غونډه کې د هغه افغان په حق کې د عدالت غوښتنه وشوه چې د دوی په وینا، ویل کېږي چې تازه په ایران کې شکنجه شوی او ممکن د شکنجې له وجې مړ شوی وي.

د اعتراضیه غونډې یو شمېر ګډونوالو په ایران کې افغان کډوالو سره د ایراني چارواکو د شویو تېریو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"نوم مې توریالی دی، د افغانانو د حقونو پوښتنه دې وشي، افغانان په ایران کې کار کوي، خو پیسې نه ورکول کېږي."

"فیروز زاهدي یم، په ډېره صادقانه توګه مې له ایرانیانو سره کار کاوه، خو پیسې یې رانه کړې، په ایران کې افغانان له لومړنیو حقونو هم محروم دي."

له ایرانه راستانه شوي افغان کډوال
له ایرانه راستانه شوي افغان کډوال

هڅه مو وکړه چې په دې اړه په کابل کې د ایران سفارت نظر هم واخلو، خو څوک خبرو ته حاضر نه شول.

په کابل کې د ایران سفارت څو ورځې مخکې په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د هغې ویډیو او تصویرونو په اړه چې په ایران کې د یو افغان کډوال شکنجه کېدل ښيي، پلټنې وکړي.

که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تازه د دغې اعتراضه غونډې په اړه څه نه دي ویلي، خو تېره ورځ د دغه وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان وویل چې دوی دغه موضوع تعقیبوي او په دې اړه له ایراني چارواکو سره په اړیکه کې دي.

دی وایي: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه اساسي دنده په بهر کې د افغانانو له حقونو او ګټو څخه دفاع ده، تاسې شاهدان یاست چې دغه موضوع موږ د تېر په څېر تعقیبوو.

له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په ټولنیزو شبکو کې داسې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې په ایران کې د یو افغان کډوال شکنجه کېدل ښيي.

خو دا لومړی ځل نه دی، بلکې تر دې مخکې هم په ایران کې له افغان کډوالو سره د ورته او تر دې د ناوړه چلند په اړه راپورونه ورکړل شوي چې د ژمنو سره سره یې د څېړونو پایلې له خلکو او رسنیو سره نه دي شریکې شوي.

XS
SM
MD
LG