د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۶

د ټاکنو کمېسیون کمېشنر: د پاکو او تقلبي رأیو جلا کولو لپاره روښانه تګلاره لرو


ښاغلي اورنګزېب وویل، د ټاکنو کمېسیون د پاکو او ناپاکو رایو د پېژندلو لپاره څرګند تعریف لري او دوی به د همدې تګلارې پر بنسټ عمل وکړي.
ښاغلي اورنګزېب وویل، د ټاکنو کمېسیون د پاکو او ناپاکو رایو د پېژندلو لپاره څرګند تعریف لري او دوی به د همدې تګلارې پر بنسټ عمل وکړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د پاکو او تقلبي رأیو د جلا کولو لپاره روښانه تګلاره لري او دوی به هغه رأیې ونه مني چې له طرزالعمل سره سمې نه وي کارول شوي او رایه ورکوونکي په فزیکي ډول انتخاباتي مرکز ته نه وي ورغلي.

په ورته وخت کې د ټاکنو څارونکي بنسټونه د تقلبي او پاکو رایو د توپیر معلومولو لپاره د دغه کمېسیون تګلاره ډېره پېچلې بولي.

خو د انتخاباتو کمېسیون کمېشنر اورنګزیب د چهارشنبې په ورځ (میزان ۱۰مه) ازادي راډیو ته وویل، د پاکو او ناپاکو رایو د پېژندلو لپاره څرګند تعریف شته او دوی به د همدغې تګلارې پر بنسټ عمل وکړي.

ښاغلي اورنګزېب وویل: "زموږ لپاره هغه رایې معتبرې دي چې رایه ورکوونکي یې د انتخاباتو په ورځ په فزیکي ډول د رایې ورکونې مرکزونو ته تللي وي. تذکره یې سټېکر ولري، د سټېکر په وسیله یې بیومټریک مواد جمع شوي وي. د دواړو ګوتو نښې یې اخیستل شوې وي. د څېرې او پېژندپاڼې تصویر یې اخیستل شوی وي. بیومټریک اله یې کیو ار کوډ پرنټ کړی وي. همدا کوډ یې پر رای پاڼه نصب وي او بیا یې رایه ورکړې وي".

نوموړي زیاته کړه، دوی داسې سیسټم چمتو کړی چې د یوه شخص له‌خوا دوه ځله ورکړل شوې رایه پېژندلای شي او د دې وړتیا هم لري چې رایه ورکوونکی تشخیص کړي.

دا دویم ځل دی چې افغانستان کې په ټاکنو کې له بیومټریک وسیلو کار اخیستل کېږي. د ټاکنو کمیسیون ویلي یوازې بیومټریک شوې رایې ورته د اعتبار وړ دي.
دا دویم ځل دی چې افغانستان کې په ټاکنو کې له بیومټریک وسیلو کار اخیستل کېږي. د ټاکنو کمیسیون ویلي یوازې بیومټریک شوې رایې ورته د اعتبار وړ دي.

اخوا پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه که څه هم مني چې د پاکو او ناپاکو رایو د پېژندنې او منلو په برخه کې د کمېسیون تګ‌لاره روښانه ده، خو وايي، چمتو شوی طرزالعمل ډېر پېچلی دی او د معتبرو او غیر معتبرو رایو د پېژندلو مرحله به زیات وخت ونیسي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرائیوي ريیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل، د انتخاباتو کمېسیون لپاره به سخته وي چې ژر پرېکړه وکړي.

"بې له شکه چې د کمېسیون لپاره روان بهیر جدي او حساس دی. له یوې خوا د پایلو پاڼې دي چې هغه هم ډیټابیس کې رسول کېږي، له بلې خوا بیومټریک دستګاوې دي چې هغه سرور سره نښلول کېږي. بې له شکه چې دې دواړو کې توپیر شته، خو د دې توپیر روښانه کول به د کمېسیون لپاره ساده کار نه وي".

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د میزان په ۶مه ترسره شوې او د ټاکنو کمیسیون د معلوماتو له مخې شاوخوا دوه میلیونه او ۶۰۰ زره کسانو پکې برخه اخیستې.
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د میزان په ۶مه ترسره شوې او د ټاکنو کمیسیون د معلوماتو له مخې شاوخوا دوه میلیونه او ۶۰۰ زره کسانو پکې برخه اخیستې.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د امریکا سفیر جان‌ بس په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د ټاکنو د جمع بندۍ په اړه ضد او نقیض راپورونو اندېښنې راولاړې کړې دي.

نوموړي دا هم لیکلي چې د انتخاباتو کمېسیون باید خلکو او څارونکو ته دا موضوع روښانه کړي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، ټولو څارونکو بنسټونو ته یې اجازه ورکړې چې له ډیټاسنټر یا د رایو د جمع بندۍ له مرکز څخه لیدنه وکړي. کمېسیون ټینګار کوي، چې له بایومټریک پرته کارول شوې رایې به و نه مني.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د میزان په شپږمه وشول او لومړنۍ پایلې به یې د مهالوېش پر بنسټ د روانې میزان میاشتې په ۲۷مه اعلان شي.

XS
SM
MD
LG