د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

رحمت الله نبیل: ولسمشریزې ټاکنې په لومړي پړاو کې ګټونکی نه لري


ښاغلي نبیل وویل، د انتخاباتو کمېسیون باید د شفافیت له ټینګښت وروسته دوهم پړاو ټاکنو ته چمتووالی ونیسي.
ښاغلي نبیل وویل، د انتخاباتو کمېسیون باید د شفافیت له ټینګښت وروسته دوهم پړاو ټاکنو ته چمتووالی ونیسي.

د رحمت الله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت انتخاباتي ټیم وايي، د میزان ۶مې ولسشمریزې ټاکنې په لومړي پړاو کې ګټونکی نه لري.

ښاغلي نبیل د سه شنبې په ورځ (میزان ۹مه) په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل، د افغانستان خلکو د ګڼو ګواښونو په منلو سره رای ورکړي او درغلۍ ورته په هیڅ صورت د منلو نه دي.

نوموړي د انتخاباتو د پایلو په اړه د ځینو ټاکنیزو ډلو له وخته مخکې اعلان، له ټاکنیزو قوانیو سرغړونه وبلله چې دده په خبره هېواد د ناورین لور ته بیايي.

وړاندې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټیم او د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم د ټاکنو د ګټلو خبره کړې ده.

خو ښاغلي نبیل وویل دده د ترلاسه کړو معلوماتو له مخې، د ټاکنو په لومړي پړاو کې هېڅ ټیم ګټونکی نه دی او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید د دوهم پړاو ټاکنو ته چمتووالی ونیسي.

هغه زیاته کړه: "کوم معلومات چې موږ لرو او د درغلیو کچه چې وینو د ټاکنو لومړی پړاو ګټونکی نلري. د انتخاباتو شفافیت باید ټینګ شي، د انتخاباتو کمېسیون باید د شفافیت له ټینګښت وروسته دوهم پړاو ټاکنو ته چمتووالی ونیسي."

وړاندې د ثبات او همپالنې او د دولت جوړونکي ټیم د بریا ادعا کړې او ویلي یې دي چې انتخابات دوهم پړاو ته نه ځي.

ښاغلي نبیل د پاکو او تقلبي رایو پر بېلولو ټينګار وکړ.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي چې د ۱۳۹۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې نزدې دوه میلیونه او ۶۰۰ زره کسانو ګډون کړی.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي چې د ۱۳۹۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې نزدې دوه میلیونه او ۶۰۰ زره کسانو ګډون کړی.

وړاندې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي ټیم له انتخاباتو مخکې ویلي و، انتخاباتي درغلۍ به دوی اړ کړي چې بېرته سنګر ته لاړ شي.

دغو انتخاباتي ټیمونو د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون څخه غوښتي و، چې له هرې ممکنې لارې دې شفافیت ټینګ کړي.

ښاغلی نبیل زیاتوي، چې پرته له بایومټریکه رای ورته د منلو نه دي او په دغه بهیر کې زرواکي پرته له شخړې بله ګټه نلري.

خو د نوموړي د خبرو برعکس د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د دې جرګې د شنبې ورځې په عمومي ناسته کې وویل، چې غیر بایومټریک رایې هم باید وشمېرل شي.

ښاغلي مسلمیار وویل: "له ځینو دوستانو نه مې واورېدل، چې د انتخاباتو کمېسیون مشرې ویلي دي، چې پرته له بایومټریکه رای نه شمېرل کېږي، د دوې په پلار به یې هم شمارو، ته لاړ شه له خلکو پوښتنه وکړه، چې څه کیسه ده، د خلکو حق ته څنګه خورې."

اجرائیه ریاست د يوې اعلامیې په خپرولو سره د ښاغلي مسلمیار دغه څرګندونې غېر مسوولانه او ګواښوونکي بللي او ویلي دي، هیڅوک دا حق نلري، چې د انتخاباتي کمېسیونو مسوولین او کارکونکي وګواښي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي، چې ښاغلی مسلمیار دې خپل دغه ګواښ ژر تر ژره بېرته واخلي، د انتخاباتو له کمېسیون څخه دې بښنه وغواړي او عدلي او قضايي بنسټونه دې دغه موضوع تعقیب کړي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون له دې وړاندې ویلي دي، چې د ټاکنیزو درغلیو په اړه یې شاوخوا ۲۵۰۰ شکایتونه ثبت کړي او په خبره یې دغه درغلۍ به په جدي توګه وڅېړل شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم د تلې د شپږمې په انتخاباتو کې د شفافیت د ټینګښت ډاډ ورکړی دی.

د دغه کمېسیون د وروستیو معلوماتو له مخې، په دغو انتخاباتو کې له دوه نیم ملیونو زیاتو کسانو ګډون کړی دی.

XS
SM
MD
LG