د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۱۸

عبدالله پر ولسمشر غنی د سوداګرو د ګواښلو تور پورې کړ

عبدالله عبدالله همداراز خبرداری ورکړ چې تردې وروسته به د ولسمشر د هغو فرمانونو د عملي کېدو مخه ونیسي چې له ټاکنیز کمپاین سره تړاو لري.
عبدالله عبدالله همداراز خبرداری ورکړ چې تردې وروسته به د ولسمشر د هغو فرمانونو د عملي کېدو مخه ونیسي چې له ټاکنیز کمپاین سره تړاو لري.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو کاندید عبدالله عبدالله وايي چې ولسمشر محمد اشرف غنی له دولتي امکاناتو د ټاکنیز کمپاین لپاره کار اخلی.

ښاغلي عبدالله نن (یکشنبه، وږي ۲۴مه) د کابل په ده سبز کې یوې انتخاباتي غونډې ته په وینا کې وویل چې ښاغلی غني د توحید مرکز په کارولو والیانو او ولسوالانو ته د ټاکنیز کمپاین لارښوونه کوي. دغه مرکز له ترهګرۍ سره د مبارزې په هدف د دولتي ځواکونو د همغږۍ لپاره جوړ شوی.

د ثبات او همپالنې ټیم مشر زیاته کړه: "د توحید له مرکز څخه ویډیو کنفرانسونه کېږي، والي صاحبان ولسمشر ته د نزدې کېدو لپاره ولسوالان راغواړی، هغوی بیا خلک رابولي چې راشئ، راټول شئ ولسمشر له تاسو سره خبرې کوي."

ښاغلي عبدالله همداراز پر ولسمشر اشرف غني تور پورې کړ چې د زور او ګواښ له لارې هڅه کوي په ټاکنو کې د خلکو او سوداګرو مالي ملاتړ ترلاسه کړي.

هغه وویل: "ځینو کسانو له مجبوریته دې مسالې ته غاړه ايښې ده چې کمپاین ته پیسې ورکړي که نه نو سوداګري ورته بندوي او خپله یې څارنوالۍ ته لېږي. دا ډول خبرې نور د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه دي."

هغه خبرداری ورکړ چې تردې وروسته به د ولسمشر د هغو فرمانونو د عملي کېدو مخه ونیسي چې له ټاکنیز کمپاین سره تړاو لري.

ښاغلي عبدالله تېره اونۍ د ولسمشر غني یو فرمان چې په بهرنیو چارو وزارت کې د فساد څېړلو په اړه و، تعلیق کړ.

نوموړي وویل، که ولسمشر دده په خبره له سلیقوي کړنو لاس وانه خلي، خلک به مدني حرکتونو ته وهڅوي.

"ولسمشر غني د خلکو پر وړاندې له ګواښونو کار اخلي. له همدې ځایه اعلانوم، که چیرې څوک ممنوع الورود یا ممنوع الخروج اعلان کړي او یا خصوصي سکټور ته ګواښ وکړي، دا به مونږ ته د منلو نه وي. د ولسمشر هر حکم چې کمپایني اړخ ولري تردې وروسته به مونږ ته د منلو نه وي او نه به عملي کېږي."

وړاندې تردې د ولسمشرۍ ځینو نورو نوماندانو د ملي یووالي حکومت دواړه مشران ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله په ټاکنیز کمپاین کې د دولتي امکاناتو پر کارولو تورن کړي وو.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي د ښاغلي عبدالله ادعاوې بې بنسټه وبللې.

ښاغلي صدیقي وویل: "د توحید مرکز د اعلی سرقومندان یو مهم امنیتي دفتر دی چې یوازې د امنیتي چارو لپاره کارول کېږي، هېڅکله له دې دفتر څخه د نورو کارونو لپاره کار نه دی اخیستل شوی. د ښاغلي عبدالله دا تورونه بې بنسټه دي."

په پام کې ده د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې ۱۲ ورځې وروسته ترسره شي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG