د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یو وزیر او ۲ سلاکاران جریمه کړل


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون نښان
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون نښان

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، د کابل پوهنتون رئیس او د ولسمشر دوه سلاکاران د ټاکنیزو سرغړونو له امله جریمه کړي او ځیني یې د رأیې ورکولو له حقه محروم کړي دي.

د کابل د ټاکنیزو شکایتونو د ولایتي دفتر رئیسې انیسې امیري ازادي راډیو ته وویل چې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ولسمشر دوه سلاکاران شاه حسین مرتضوي او عبدالرحیم عزیزي او د کابل پوهنتون رئیس حمیدالله فاروقي د ټاکنو قانون پر خلاف په ټاکنیز کمپاین کې برخه اخیستې ده.

د افغانستان د ټاکنو قانون له مخې دولتي ماموران حق نه لري چې له دولتي سرچینو او موقفونو د یوه ځانګړي کاندید په ګټه کار واخلي.

اغلې امیري وویل، صلاح الدین رباني د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله په ټاکنیزو مبارزو کې د ګډون له امله ۱۵ زره افغانۍ جریمه شوی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني

ښاغلی فاروقي بیا د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت ساز ټیم په یوې ناسته کې ګډون کړی چې د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي دفتر له خوا ۱۰ زره افغانۍ جریمه شوی.

ښاغلی مرتضوي او ښاغلی عزیزي هم د دولت ساز ټیم په ټاکنیز کمپاین کې د ګډون او تبلیغاتو له امله هر یو ۱۵ زره افغانۍ جریمه شوي او د رأیې ورکولو له حقه هم محروم شوي دي.

ښاغلی مرتضوي په ټولنیزو شبکو کې د ښاغلي غني په ملاتړ لیکنې کوي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي وایي چې دغو حکومتي چارواکو ته د ټاکنو کمېسیون له خوا وړاندې اخطارونه ورکړل شوي وو، خو دوی په پام کې ونه نیول.

اغلې امیري وویل، د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي دفتر ته د نورو چارواکو په اړه هم شکایتونه رسېدلي، خو ډېر شمېر یې د اسنادو د نشتوالي له امله رد شوي دي.

هغې خبرداری ورکړ چې که دغه حکومتي چارواکي پر دې سربېره د ټاکنو قانون خلاف کمپاین ته دوام ورکړي، نو دوی به یې پروړاندې نور قانوني ګامونه هم پورته کړي.

خو ځیني حکومتي چارواکي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هغوی په ټاکنیزو سرغړونو تورن کړي، وایي چې د یوه تبعه په توګه ټاکنیز کمپاین د دوی حق دی.

د ولسمشر سلاکار شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل، یوازې با صلاحیته محکمه کولی شي چې یو څوک د رأیې له حقه محروم کړي او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دې پرېکړې حق هم نه لري.

د افغان ولسمشر سلاکار شاه حسین مرتضوي
د افغان ولسمشر سلاکار شاه حسین مرتضوي

د جمعیت اسلامي ګوند ویاند نور رحمان اخلاقي وایي، صلاح الدین رباني د دې ترڅنګ چې د بهرنیو چارو وزیر دی، د جمعیت ګوند رئیس هم دی او په ټاکنیزو ناستو کې یې د ګوند له ادرسه ګډون کړی.

ښاغلی عبدالله په ټاکنو کې د دغه ګوند له ادرسه کاندید دی.

ښاغلي اخلاقي وویل، د جمعیت ګوند حقوقي برخه به د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په اړه خپل دریځ اعلان کړي.

د افغانستان د ټاکنو د قانون له مخې، د ټاکنیزو شکایتونو او اعتراضونو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړه وروستۍ ده.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون داسې مهال دا پرېکړه کوي چې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني په یوه فرمان کې له ټولو دولتي چارواکو او مامورانو غوښتي وو چې په ټاکنیز بهیر کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG