د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

افغان حکومت: پر هغو هېوادونو او قوتونو دې فشار وارد شي چې له ترهګرو ملاتړ کوي


د افغانستان بیرغ
د افغانستان بیرغ

افغان حکومت وایي، نه یوازې له امریکا، بلکې له ټولې نړۍ سره د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې هم لاسي دي.

وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپټمبر د یوولسمې د حملو د کلیزې په مناسبت یو ځل بیا طالبانو ته خبرداری وکړ چې دوی به په بې ساري ډول وځپي، افغان حکومت په هېواد کې پر ترورېستي ډلو د فشار په راوړلو تاکید کوي.

که څه هم په افغان حکومت په دې اړه په ځانګړي ډول څه نه وایي، خو د افغانستان د ملي امنیت شورا یوازې دومره وایي چې له ترهګرۍ سره مبارزه نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې نړۍ مسؤلیت دی.

د دغې شورا ویاند کبیر حقمل د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې پر هغو هېوادونو او قوتونو دې فشار وارد شي چې له ترهګرو ملاتړ کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل

ده وویل چې له ترهګرۍ سره مبارزه یوازې د افغانستان مسؤلیت نه دی، بلکې د ټولې نړی دی، ځکه ټوله نړۍ باید په دې برخه کې صادقانه ونډه واخلي، په ځانګړي ډول پر هغو هېوادونو او سیمه ییزو قوتونو دې فشار راوړل شي چې له ترهګرو ملاتړ کوي او خپلو اهدافو ته له همدې لارې د رسېدو استفاده کوي.

ښاغلی حقمل وايي، که چېرې طالبان له ترهګرو خپله لار بېلوي، افغان حکومت ورسره د سولې مذارکاتو ته چمتو دی.

که څه هم ښاغلی حقمل د کوم خاص هېواد نوم نه یادوي خو د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خپله وینا کې ویلي چې د طالبانو په وړاندې د امریکايي پوځیانو عملیات دومره شدید شوي چې مخکې یې ساری نه و لیدل شوی.

ښاغلي ټرمپ وویل: که د هر دلیل له مخې هغوی بیا زمونږ هېواد ته مخه کړي، مونږ به ورپسې د نړۍ هر ګوټ ته چې وي ولاړ شو او له داسې قوت څخه به استفاده وکړو چې د امریکا متحده ایالاتو مخکې کله هم ورنه استفاده نه ده کړې، زه حتی د اټمي ځواک خبره نه کوم، هغه څه چې ورسره به مخ شي، کله به یې هم نه وي لیدلي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د دغو خبرو په غبرګون کې وویل چې ډېر ژر به دوی پر دغو څرګندونو پښېمانه شي او د دوی پر وړاندې حملې او بریدونه لا زیاتېږي.

همدارنګه د القاعده شبکې مشر ایمن الزواهري هم له شهاب میډيا فونډېشنه په یوه ۳۳ او ۲۸ دقیقه یي خپره شوې وینا کې خپلو جنګیالیو ته سپارښتنه کړې چې د غرب پر وړاندې دې حملې زیاتې کړي.

له دې سره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند وایي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ جګړه به د افغانانو او ملکي وګړو په وژلو سر ته ونه رسېږي.

دی وایي: له بده مرغه جګړې د پوځيانو په پرتله ملکیانو ته زیاته مرګ ژوبله اړوي، پوځيان خو په روحي او جسمي لحاظ جګړو ته چمتو وي، خو دلته بیا ملکي وګړي زیات زیامنېږي، د امریکا او طالبانو په جګړه کې به زیاتو افغانانو ته مرګ ژوبله واوړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې یکشنبې په شپه د امریکا ولسمشر د طالبانو او زلمي خلیلزاد تر منځ له نهو پړاونو وروسته د سولې خبرې لغوه کړې.

ښاغلي ټرمپ دا پرېکړه د کابل په شش درک سیمه کې د طالبانو د پنجشنبې د ورځې تر ځانمرګي برید چې له امله یې د یوه امریکایي سرتېري په ګډون ۱۲ کسان ووژل، وکړه.

د امریکا ولسمشر په خپل ټوېټر کې د قهرجنو پيغامونو په لیکلو سره ویلي وو چې غوښتل‎یې د سپټمبر په اتمه په ډېوېډ کمپ کې د طالبانو له مهمو مشرانو سره محرمانه لیدنه ولري.

XS
SM
MD
LG