د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

سرخط: د کابل ناورین پر افغانانو د طالبانو سوله‌ییز ګوزار


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو په کابل ښار کې د طالبانو د وړمې شپې برید او د سولې د خبرو اترو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې "د کابل ناورین پر افغانانو د طالبانو سوله‌ییز ګوزار" تر عنوان لاندې په خپور کړي مطلب کې لیکلي، له کله چې په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د سولې خبرې پیل شوي، له دې سره سم طالبانو هم په افغانستان کې خپلو حملو ته زور ورکړی چې وروستۍ هغه‌يې په کابل کې په ګرین ولېج وه.

په مطلب کې راغلي چې په دې برید کې ۱۶ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپيان شوي او حتی په سیمه کې د ولسي وګړو داسې کورونه هم شته چې د چاودنې د شدت له امله په بشپړ ډول له‌منځه تللي دي.

په مطلب کې وړاندې د یو شمېر کابل ښاریانو له قوله لیکل شوي چې طالبان د پردیو په اشاره خپل خلک وژني او نه‌پرېږدي چې دوی په ارامۍ ژوند وکړي.

د مطلب لیکوال لیکي، طالبان د دې لپاره چې پردي خوشحاله کړي او د سولې په نوم په روانه معامله کې ډېر امتیاز واخلي، نو پر عامو افغانانو حملې کوي او دوی د غم په ټغر کېنوي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې بیا لیکلي چې د سولې له تودو خبرو سره مل د هېواد په لر او بر کې امنیتی وضعیت خورا ترینګلی شوی او طالبانو په ډېری ولایتونو کې خپلې حملې پیل کړې دي.

د سرمقالې لیکوال لیکي، پوښتنه دا ده چې د سولې له هوکړې سره ولې امنیتي وضعیت لاپسې خراب شو او طالبانو خونړیو حملو ته مخه وکړه؟

ورځپاڼه لیکي، دوی نه‌پوهېږي چې امریکا او طالبان د سولې هوکړه کوي که د جګړې؟ لیکوال پوښتنه کوي چې ایا کوم پټ جوړجاړی شوی چې وضعیت د ښه کېدو پر ځای ورځ تر بلې خرابېږي؟

سرمقاله لیکونکی لیکي، د طالبانو وروستیو حملو ته په کتو شک کېږي چې ممکن طالبانو او امریکا په دوحه کې د اوږدو خبرو په اوږدو کې داسې کومه پټه معامله کړې وي چې له امله‌يې د افغانانو د شااوخوا دوه لسیزو ارزښتونه یو ځل بیا له‌منځه لاړ شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې خلک ځکه د سولې خبرو ته خوشبین وو او دي چې دا خبرې وکړای شي د وینې تویېدنې مخه ونیسي او د تاوتریخوالي په کموالي کې مرسته وکړي، خو لکه چې د خلکو دا فکر یوازې په خوشباوریو ولاړ وو.

ورځپاڼې غوښتنه کړې چې د خبرو دواړه لوري باید د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړي چې د سولې له خبرو سره مل به د جګړې په شدت کې کموالی راولي، تر څو ملت ډاډه شي چې یو ځل بیا به نه‌تباه کېږي.

  • ویسا

او ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې "افغانان د پردیو لپاره قرباني کېږي".

ورځپاڼې ویلي، دا چې طالبانو ولې د سولې په درشل کې خونړیو بریدونو ته زور ورکړی هېڅ‌څوک ځواب نه‌لري، خو د سرمقالې لیکوال لیکي، په دې ټول پوهېږو چې افغانان د بهرنیانو په سبب په مرګونو او ماتمونو محکوم دي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې ولسي وګړي له دواړو لورو تر فشار لاندې دي، بهرني ځواکونه‌يې د شپې په چاپو او عملیاتو کې وژني او طالبان‌يې د دغه ډول خونړیو حملو په وسیله.

په سرمقاله کې په کابل کې د وړمې شپې له خونړۍ حملې وروسته د سیمې خلکو اعتراض ته هم اشاره شوې او لیکل شوي چې د خلکو غوښتنو ته باید پام وشي او دغه ډول پوځي مرکزونه باید د ملکي کورونو له‌منځه وویستل شي.

XS
SM
MD
LG