د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

په کابل او هرات کې په کانګو اخته له ۲۹۶ ناروغانو ۳۲ تنه مړه شوي


ارشیف، ځیني وایروسونه په لابراتوار کې د سمپل اخیستنې پر مهال
ارشیف، ځیني وایروسونه په لابراتوار کې د سمپل اخیستنې پر مهال

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو شپږو میاشتو کې یوازې په کابل او هرات ولایتونو کې د کرېمیايي کانګو وژونکې ناروغۍ له ثبت شویو ۲۹۶ پېښو څخه ۳۲ کسان مړه شوي دي.

د دغه وزارت د ساري ناروغیو د کنټرول مشر شاه ولي معروفي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د زمري ۲۲» ازادي راډيو ته وویل چې دا پېښې د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ میاشتې راهیسې ثبت شوي او له نورو ولایتونو څخه په دې ناروغۍ‎ د اخته کسانو شمېرې نه‌لري.

ښاغلي معروفي زیاتوي: "د اوسنیو ارقامو په اساس د کانګو ۲۹۶ پېښې ثبت شوي چې له دې ډلې ۳۲ مړینه ده، ممکن د اوونۍ په اوږدو کې دغه شمېرې زیاتې شي."

په ورته وخت کې د کابل د انتاني روغتون سر طبیب ډاکتر مراد مموزی وايي، یوازې د اختر په درېیو ورځو کې ۲۵ ناروغان ورانتقال شوي دي.

ښاغلی مموزی وايي:​ "موږ سره د اختر په درېیو ورځو کې ۲۵ ناروغان ثبت شوي چې ۲۰ یې دا مهال بستر کې دي او نور رخصت شوي دي. ناروغان تر ډېره له کابل څخه دي، یو شمېر له ولایتونو لکه کندز، مزار، غزتي، خوست او کاپیسا څخه هم راغلي دي."

په کانګو هېواد کې یو روغتیايي کارکوونکی د کانګو وایروس د سمپل اخیستنې پر مهال
په کانګو هېواد کې یو روغتیايي کارکوونکی د کانګو وایروس د سمپل اخیستنې پر مهال

۲۸ کلنه حسنا چې تازه د کانګو په ناروغۍ اخته شوې د کابل له مکروریانو سیمې د کابل انتاني روغتون کې بستري ده.

حسنا وايي، د لوی اختر په لومړۍ ورځ‌یې د قربانۍ غوښه وېشله چې سخته تبه پرې راغله.

دا وايي: "د اختر په ورځ مو پسه حلال کړی و، غوښه مو میده کوله چې هغه مو خلکو ته ورکوله، یو دم راباندې تبه راغله، زړه بدوالی او شدیده تبه مې درلوده."

ډاکتران وايي، د حسنا روغتیايي وضعیت دا مهال د قناعت وړ دی.

د حسنا ترڅنګ یوه هم ۱۸ کلنه نګینه ده چې دا مهال له کاپیسا ولایت څخه د کابل په انتاني روغتون کې بستر ده.

د هغې مور شازیه وايي، کلي کې مالداري لري، خو نه‌پوهېږي چې لور یې د څه شي له امله په کانګو اخته شوې.

مېرمن شازیه زیاتوي: "لومړي سر کې هېڅ پرې نه‌پوهېدو د زړه له درده‌یې شکایت کاوه، د زړه بدوالي لپاره مو له نږدې کلینیک څخه پیچکارۍ واخیسته، خو هېڅ ګټه‌یې ونه‌کړه، تېره ورځ هم پرې حمله راغله، خو له پخوا ښه ده."

په کانګو وایروس ککړ د پسونو او غواګانو پوستکي
په کانګو وایروس ککړ د پسونو او غواګانو پوستکي

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان عامې روغتیا وزارت د لوی اختر په ورځو شپو کې د کانګو د تبې د ناروغۍ د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی و.

د دغې ناروغۍ وایروس له حشراتو او څارویو انسانانو ته انتقالېږي.

د کانګو ناروغۍ مهمې نښې د سر درد، تبه، د ملا درد، د هډوکو درد، د زړه بدوالی، د سترګو سوروالی او د ستوني درد دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له ټولو افغانانو غوښتي چې د کانګو ناورغۍ د علایمو د لیدلو په صورت کې هر څومره ژر چې ممکن وي روغتون ته مراجعه وکړي.

XS
SM
MD
LG