د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

روغتیايي مسؤلین: د اختر ورځو کې د کانګو ناروغۍ۱۴پېښې ثبت شوي


د افغانستان روغتیايي چارواکي وايي، د لوی اختر په دریو ورځو کې، ۱۴ تنه د کانګو په ناروغۍ اخته شوي او تراوسه یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی.

په کابل کې د انتاني روغتون سرطبيب ډاکټر مراد مموزي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دې احتمال شته چې دغه شمېره نوره هم لوړه شي.

نوموړي وویل، د تېرو کلونو په پرتله سږکال د کانګو وژونکي ناروغۍ پېښې زیاتې شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"سږکال دا ناروغي مخ په پراخېدو ده، یوازې د اختر په دریو ورځو کې له موږ سره ۱۴ پېښې ثبت شوي دي، البته دا وروستی راپور نه دی ممکن دا کچه لوړه شي، ځکه په یوشمېر نورو روغتونونو کې هم داسې ناروغان لېږدول شوي چې په کانګو اخته وو، خو موږ د دې ناروغۍ د درملنې لپاره کافي امکانات لرو."

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د لوی اختر په درشل کې، د کانګو یا د وینې بهوونکې تبې له خپرېدو اندېښنه ښودلې وه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په خپل وروستي راپور کې چې له لوی اختر نه څو ورځې وړاندې خپور شو ویلي و چې په ۲۰۱۸ مېلادي کال کې د افغانستان په لسو ولایتونو کې۲۴۹ تنه د کانګو په ناروغۍ اخته شوي چې له امله ۳۴ تنو خپل ژوند لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تېر مېلادي کال په افغانستان کې د کانګو تبې ۲۴۵ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې له دغې شمېرې ۵۰ تنو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

د وینې بهوونکي تبې یا کانګو ناروغۍ د کنې له لارې، د څاروي د ذبحې پر مهال او یا له ذبحې وروسته د مکروبي وینو او د څارويو د وړیو په تماس سره انسانانو ته انتقالېږي.

په ورته وخت کې ډاکټر عتیق الله مشفق د دغې ناروغۍ په تړاو وايي:

"په دې ناروغۍ اکثره مالداران قصابان یا ویترنران اخته کېږي چې تر ډېره ورسره په ورځني ژوند کې بوخت وي خو کله کله دا ناروغي د وینې له لارې هم انسان ته انتقالېږي چې باید د مخنیوي لپاره پاملرنه وشي."

نوموړي وویل، په انسان کې د کانګو د ناروغۍ نښې شدیده تبه، د سر او عضلاتو درد، د سترګو سوروالی، له رڼا څخه ویره، زړه بدوالی، کانګې، د ګېډې درد او نس ناستي دي او که چېرې دا ډول علایم په چا کې لیدل کېږي، ژر ترژره دې نېږدې روغتیايي مرکز ته ځان ورسوي.

روغتیایي متخصصین همدارنګه ټینګار کوي، هغه کسان چې په څارویو لاس وهي باید له دستکشو او نورو مخصوصو جامو څخه استفاده وکړي او د کنې د تشخیص لپاره سپینې او د روښانه رنګ لرونکې جامې واغوندي.

راپور ناجیه راپور

XS
SM
MD
LG