د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

ټرمپ مکرراً وایي، د افغانستان جنګ ګټلی شي، خو نه غواړي ۱۰ میلیونه کسان ووژل شي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغان جګړې په اړه خپلې دا خبرې چې د افغانستان جګړه په څو ورځو کې ګټلی شی، خو نه غواړي چې په دغه هېواد کې لس ملیونه کسان ووژل شي، یو ځل بیا تکرار کړې.

نوموړي پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلی: د افغانستان په اړه موږ ډېر پرمختګ کړی، موږ خبرې کوو، په ورته وخت کې مو پرمختګونه کړي، موږ هلته شمېر کموو، هلته زموږ دا نولسم کال شو، موږ په واقعیت کې هلته د پولیسو دنده مخته وړو، موږ کولی شو چې د افغانستان جګړه په دوو، درې یا څلورو ورځو کې وګټو، که موږ وغواړو، خو زه نه غواړم چې لس میلیونه کسان ووژل شي.

ښاغلي ټرمپ دا ځل دا هم ویلي چې د ده هدف د اټمي وسلې استعمال نه دی، بلکې د متعارفو وسلو د استعمال دی.

دا خبرې ښاغلي ټرمپ مخکې تر دې په واشنګټن کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د کتنې پر مهال هم کړې وې چې د افغان حکومت تند غبرګون یې له ځانه سره درلود او په یوه اعلامیه کې یې په دې اړه له ښاغلي ټرمپ څخه د خبرو وضاحت وغوښت.

پر افغان حکومت سربېره یو شمېر سیاسیونو او عامو افغانانو هم په پراخه کچه د ښاغلي ټرمپ دا خبرې وغندلې.

اوس پوښتنه دا ده چې ډونالد ټرمپ خپلې خبرې بیا ولې تکرار کړي؟ او نوموړی په دې څرګندونو سره څه غواړي تر لاسه کړي؟

که څه هم حکومت په دې اړه غلی دی او څه نه غواړي ووايي، خو د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندان په دې اړه خپلې څرګندونې لري.

فرامرز تمنا د شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: زما په نظر د ټرمپ لیدلوری په دې حساسو شرایطو کې افغانستان ته ابزاري بڼه لري، ټولو ته ښه جوته ده چې ټرمپ د امریکا راتلونکي ۲۰۲۰ کال ټاکنو ته بیا نوماند دی او هوډ هم لري چې بریالی شي، نو دې غواړی چې په دغه ډول څرګندونو سره د امریکا ولس ته یو ډول لاسته راوړنه ولري او د ده هڅه هم دا ده چې هر څه په افغانستان کې ژر پای ته ورسوي چې په پایله کې به یې افغانان د یوې بې ثباته سولې خاوندان وي.

ښاغلی تمنا وايي: د ټرمپ له خولې چې د لس میلیونو کسانو د وژل کېدو خبره راوځي، دا کومه پلان شوې خبره نه ده، بلکې ټرمپ غواړي چې په دغه ډول ارقامو ویلو سره خپلې خبرې نورو ته جالبه کړي.

تر دې مخکې د ولسمشرۍ بل نوماند رحمت الله نبیل هم په دې اړه غبرګون ښودلی و.

ښاغلي نبیل ویلي وو چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان د جګړې په اړه په خپلو څرګندونو کې نه یوازې دا چې زمونږ د افغان ځواکونو د شهیدانو وینې ته یې سپکاوی کړی، بلکې د هغو امریکايي ځواکونو وینو ته یې هم سپکاوی کړی چې په دغه هېواد کې یې د ترهګرۍ پر ضد د مبارې په نوم تویې کړي دي.

یو شمېر افغان سیاسي شنونکي بیا د افغان جګړې په اړه د ټرمپ د خبرو تکرار د افغان حکومت لپاره د خطر زنګ بولي.

د چارو افغان شنونکی انتظار خادم
د چارو افغان شنونکی انتظار خادم

د چارو شنونکی انتظار خادم وايي، د ولسمشر ټرمپ د خبرو له تکراره داسې معلومېږي چې د امریکا لپاره په افغانستان کې له ټاکنو وړاندې سوله مهمه ده.

د ده په خبره، تر کومه چې سوله رانشي، امریکایان به په افغانستان کې وي، هغه څه چې ټرمپ یې نور نه غواړي.

راپور: خاطر پردېس

XS
SM
MD
LG