د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۴۹

په غزني کې د وروستیو پېښو پر قربانیانو نغدي مرستې وویشل شوې


دا هغه لیسه ده چې د یکشبې په ورځ یې لسګونه ماشومانو په بمی چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې وه، عکس تاثیر اخیستی دی

په غزني کې د تیرو دوو خونړیو بمي چاودنو د قربانیانو پر کورنیو نغدي مرستې وویشل شوې.

د غزني والي وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف په دا وروستیو کې د غزني د دوو خونړیو پېښو د قربانیانو له‌پاره پنځه عشاریه شپږ میلیونه افغانۍ منظورې کړې او د مشاور وزیر اسدالله فلاح په مشرۍ غزني ته یو اته کسیزه پلاوی راغلی دی، څو دغه مرستې پر هغوی وویشي.

والي وحیدالله کلیمزي د چهارشنبې په ورځ په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل، د دغه پېښو د هر وژل شوي کورنۍ ته یو یو لیک او ټپیانو ته د ۵۰ زره ۲۵ زره او ۱۰ زره افغانیو مرسته ځانګړي شوي دي.

د تېرې جمعې په ورځ د غزني په خاک غریبا په یوه جومات کې ماین چاودنې او بیا د یکشنبې په ورځ د غزني په مرکز شامیر صیب سیمه کې موټر بم چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې وه، د دواړو پېښو زیاته برخه یې ماشومان وو.

XS
SM
MD
LG